Asset 1SWN

هیونډای او کیا تېرکال ۷.۳ میلیونه برښنايي موټر پلورلي

۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱۱

د سوېلي کوریا هیونډای او دې شرکت پورې تړلي کیا د موټر جوړونې کمپنۍ مسوولان وايي چې روان ۲۰۲۴ کال به یې په نړیواله کچه پلور دوه سلنه لوړ شي.

دواړو شرکتونو په ټولیزه توګه تېر ۲۰۲۳ کال ۷.۳ میلیونه برښنايي موټر پلورلي چې له خپلې اصلي موخې درې سلنې لږ دي. یاد شرکتونو تېر کال د ۷.۵۲ میلیونه موټرو د پلور هدف ټاکلی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه شرکتونه نړۍ کې د خپلو تولید شویو موټرو د پلور ټیټې کچې لامل د خلکو اقتصادي ستونزې بولي او په وینا یې، له همدې امله یې ټاکل شوي پلور موټر نه‌دي خرڅ کړي.

رویټرز خبري اژانس نن پنج‌شنبه جنورۍ څلورمه راپور ورکړی چې دواړو شرکتونو روان کال د ۷.۴۴ میلیونه برښنايي موټرو د پلور هدف ټاکلی دی.

هیونډای ۴.۲۴ میلیونه برښنايي موټر او کیا به ۳.۲ میلیونه برښنايي موټرو پلور په موخه هدف ټاکلی دی.

هیونډای په یوه بیان کې ویلي: «هیونډای هوډ لري چې د برښنايي موټرو د تولید زیربناوې پیاوړې او د بازار اړتیاوو ته په کتو خپلو سوداګریزو تګ‌لارو کې بدلون راولي او د بهران مدیریت وړتیا په ترلاسه کولو سره د برښنايي موټرو تولید کې مخکښ شي او ګټه ترلاسه کړي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

هیونډای پورې تړلي کیا بیا په یوې خبرپاڼه کې ویلي، تېر کال یې ټوله نړۍ کې ۳.۰۹ میلیونه برښنايي موټر خرڅ کړي چې په وینا یې، د ریګارډ کچې پلور دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام