Asset 1SWN

لوګر کې پر زرګونه زده‌کوونکو درسي توکي ووېشل شول

۰-۰-

د لوګر د پوهنې ریاست محلي چارواکي وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د مرکز پل‌علم په ګډون د شپږ ولسوالیو په شاوخوا ۶زره او ۵۰۰ زده‌کوونکو د لیک‌لوست کتابونه او قرساسیه ووېشل شول.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته وویل، دغه درسي توکي له لومړي ټولګي څخه تر درېیم ټولګي د ۲۳۸ محلي ټولګیو پر نجونو او هلکانو وېشل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، هر زده‌کوونکي/زده‌کوونکې ته د اړوند ټولګي بشپړ کتابونه، یو بیک، نهه کتابچې، څلور پنسلونه، اته پنسل پاکونه ، ۸ پنسل پاکونه ، دوه پنسل تراشونه، د لیکنې یوه تخته، یو قوطی رنګه قلمونه او یو خط ‌کش ورکړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړه د یادو محلي ټولګيو په ښځينه او نارینه ښوونکو هم درسي توکي او قرطاسیه وېشل شوي او په پام کې ده چې ورته لړۍ دوامداره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام