Asset 1SWN

لوګر کې پر زرګونه زده‌کوونکو درسي توکي ووېشل شول

عتنعنعن

د لوګر  د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د ماشونانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په زرګونه زده‌کوونکو درسي توکي ووېشل شول.

د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام وطندار ته وویل، دا درسي توکي (UNICEF) له لوري په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې د ۳۶۲ محلي ټولګيو پر شاوخوا ۷۵۰۰ زده‌کوونکو ووېشل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عرب زیاته کړه، «په وېشل شویو موادو کې شپږ قلمه درسي توکي شامل دي چې هر زده‌کوونکي ته د کتابونو یو بیک، ۱۰ کتابچې، ۱۰ قلمونه، ۵ پنسلونه، یو قلم تراش او یو پنسل پاک ورکړل شوي دي.»

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د روان کال په پیل کې هم د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د  ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري په زرګونه زده‌کوونکو د لیک‌لوست کتابونه ووېشل شول.

د لوګر  مرکز پل‌علم یوشمېر ښوونکي او زده‌کوونکي وایي، مرسته شوي درسي توکي کولای شي چې په محلي ټولګیو کې د بې‌وزله زده‌کوونکو اړتیا پوره کړي او زده‌کوونکي دې ته وهڅوي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

دوي پر پوهنې وزارت او مرستندویه بنسټونه غږ وکړ چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې په پاتې ښوونځیو هم درسي کتابونه او درسي مواد وویشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د پوهنې وزارت له لوري د ۵۴ دیني مدرسو په زده کوونکو زده کوونکو ۲۲ زره او ۵ سوه جلده بېلابېل کتابونه وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام