Asset 1SWN

لوګر کې پر ښوونځيو څه باندې ۳۰۰زره ټوکه کتابونه وېشل شوي

IMG-20240117-WA0013

د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت له لوري تازه مرسته شوي ۳۲۰زره ټوکه کتابونه په مرکز پل‌علم او شپږ ولسوالیو کې د ښوونځيو پر امریتونو وېشل شوې دي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، یاد کتابونه له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د زده‌‌کوونکو لپاره چاپ شوي چې د نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال په پیل کې به د ټولو ښوونځيو پرزده‌کوونکو ووېشل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې د مرسته شویو کتابونو له وېش سره به د لوګر په ښوونځيو کې د کتابونو د کمښت ستونزه تر ډېره هواره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د لوګر دولتي ښوونځيو باندې داسې مهال ۳۲۰زره ټوکه نوي چاپ شوي کتابونه ووېشل شول چې دوه اوونۍ وړاندې د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د دولتي ښوونځيو له ۱۲۰۰ ښوونکو او ۵۵زره زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام