د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمدبن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د قطر تریبون د پنجشنبې پر ورځ (غويي ۲۴مه) راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې د افغانستان وروستي سیاسي او امنیتي تحولات تر بحث لاندې نیول شوي دي.
د راپور له مخې، دواړو لورو د نړیوالو ګډو هڅو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم خبرې کړي، څو د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره همغږي اقدامات زیات شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبر کې راغلي چې الخلیفي په دې لیدنه کې یو ځل بیا د قطر د دولت بشپړ ملاتړ له ټولو هغو هڅو څخه څرګند کړی چې هدف یې د شخړو سولهییز حل او په سیمهییزه او نړیواله کچه د سولې او ثبات پیاوړتیا ده.
قطر او چین په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د سولې په تړاو د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د خبرو کوربهتوب کړی دی.