د کډوالۍ ژوند؛ فرصتونه، ستونزې او د هویت ساتنه

یوشمېر افغانان چې په وروستیو کلونو کې له هېواده کډوال شوي، وايي چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند ورته د زده‌کړې، کار او شخصي ودې نوې دروازې پرانیستې دي. خو له دې فرصتونو سره سره، ژبني، کلتوري او د هویت اړوند ستونزې لاهم د کډوالۍ د تجربې نه بېلېدونکې برخه ده.

عباس عراقچي: باید روښانه شوې وي چې ایران ماتې‌منونکی نه‌دی

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، باید ټولو ته روښانه شوې وي چې ایران نه ماتېدونکی هېواد دی.

ایراني رسنیو نن پنجشنبه راپور ورکړی چې هغه د بریکس غونډه کې وویل، وسله‌وال ځواکونه یې چمتو دي چې بهرنیو یرغلګرو ته سخت او ویجاړوونکی ځواب ورکړي، خو په وینا یې چې دوی سوله‌غوښتونکي دي او جګړه نه غواړي.

قطر او چین د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمدبن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ سره د افغانستان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د قطر تریبون د پنجشنبې پر ورځ (غويي ۲۴مه) راپور ورکړی چې په دې لیدنه کې د افغانستان وروستي سیاسي او امنیتي تحولات تر بحث لاندې نیول شوي دي.

له ایران او پاکستانه ۵۲۲۹ افغانان بېرته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې له ایران او پاکستان څخه پنځه زره او دوه سوه نهه ویشت افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغو راستنو شویو کسانو کې له نهه سوه پنځه اویا څخه ډېرې کورنۍ شاملې دي.

د ایران بهرنیوچارو وزیر هند ته تللی

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هند پلازمېنې نوې ډیلي ته رسېدلی، څو د «بریکس» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي.

هند کې توپان؛ ۸۹ کسان وژل شوي

د هند د اوتراپرادیش یالت په بېلابېلو سیمو کې له سخت توپان، درنو بارانونو، ږلۍ او تالندې وروسته نږدې ۹۰ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وایي، دغه ناڅاپي سخت توپان د چهارشنبې پر ورځ د ایالت په پنځو ولسوالیو کې شوی چې له امله یې ګڼې ونې او لوی سوداګریز بېلبوردونه پر موټرو لوېدلې دي.

بدخشان کې د کوکنارو پر ضد مبارزه؛ بزګران بدیل کښت غواړي

هېواد کې د کوکنارو پر کښت له بندیز سره سره، بدخشان کې لا هم د کوکنارو کرکیله په بشپړه توګه له‌منځه نه‌ده تللې.
دغه ولایت کې بزګران وایي، د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مناسبو بدیل کښتونو نشتوالي او بېکارۍ اړ کړي چې د کوکنارو کښت ته دوام ورکړي.

په ۱۵ ولایتونو کې د کانکور لومړي پړاو ازموينه پیل شوه

د ازموینو ادارې ویلي، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د روان ۱۴۰۵ کال د کانکور لومړي پړاو ازموینې اخيستلو لړۍ پيل شوه.

دغې ادارې نن پنجشنبه ثور ۲۴ / مې ۱۴ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د يادې ازموينې د پوښتنو صندقونه په اړوندو ولايتونو کې د ځايي مسوولانو، د ازموينو عمومي ادارې پلاوو، استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانيستل شول.

ډونالډ ټرمپ: د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وستایلې.

هغه وویل: «موږ به په ګډه يو ښه راتلونکی ولرو. زه د چين د ولسمشر هغه کار لپاره چې تاسو ترسره کړی، ډېر درناوی لرم. تاسو يو ستر رهبر ياست.»

د هغه په وینا، د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي.