یوشمېر افغانان چې په وروستیو کلونو کې له هېواده کډوال شوي، وايي چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند ورته د زدهکړې، کار او شخصي ودې نوې دروازې پرانیستې دي. خو له دې فرصتونو سره سره، ژبني، کلتوري او د هویت اړوند ستونزې لاهم د کډوالۍ د تجربې نه بېلېدونکې برخه ده.
ډېری افغان کډوال، کډوالي یوازې د وطن پرېښودل نهبولي، بلکې د ژوند د یوې نوې مرحلې پیل یې ګڼي؛ داسې مرحله چې پهکې د نویو فرصتونو ترڅنګ، د زړهتړون، عادت کېدل او د هویت بیا تعریف هم شامل وي.
مقدس نوري چې له خپلې کورنۍ سره کډواله شوې، وايي، کډوالي یې یوازې د جغرافیې بدلون نه و، بلکې د ځان پېژندنې او شخصي ودې یو سفر هم و. د نوموړې په وینا، دا تجربه ورته د زدهکړې په څېر ده، که څه هم له خپلو دوستانو لرېوالی ورته لاهم دروند تمامېږي.
هغه وویل: «نږدې درې ـ څلور کاله کېږي چې له افغانستانه لیرې یم او کډوال شوي یو. دا درې ـ څلور کلنه کډوالي راته د زدهکړې یو سفر و؛ هر ګام چې مې اخیستی، د پرمختګ او د خپل ځان د پېژندنې لامل شوی، خو یوازې له خپلو دوستانو لرېوالی مې زړه درنوي.»
رابعه، ۲۵ کلنه کډواله، چې له خپل مېړه سره بهر ته تللې، وايي چې دا لاره که څه هم سخته وه، خو د راتلونکي لپاره یې ډېرې مهمې دروازې پرانیستې دي. د هغې په وینا، د کورنۍ نه لرې والی، د نوې ژبې زده کړه او نوي چاپېریال سره عادت کېدل ستونزمن وو، خو همدا تجربه یې ژوند ته هیله من کړي.
نوموړې وویل: «له کورنۍ لرېوالی، د نوې ژبې زده کړه او له نوي چاپېریال سره عادت کېدل ستونزمن وو، خو ترڅنګ یې ډېر ارزښتناک فرصتونه هم راسره مل وو؛ لکه له نوي کلتور سره بلدتیا، د ښه راتلونکي جوړول او هغو هدفونو ته رسېدل چې ښايي زموږ په خپل هېواد کې ناشوني ښکارېدل. له ټولو ستونزو سره سره، دې تجربې زه لا پیاوړې او هیلهمنه کړم.»
ژبه؛ د کډوالۍ لومړۍ لویه ستونزه
ډېری کډوال وایي چې د نوې ژبې زدهکړه او له نوي چاپېریال سره عادت کېدل د ژوند له تر ټولو سختو پړاوونو څخه وو. په جرمني کې سیدمعارج خاورین وايي چې ژبه یې د نوي ژوند تر ټولو لوی خنډ و، خو وروسته یې همدا ستونزه د زدهکړې او کار فرصتونو ته بدله شوه.
عبدالرزاق په ترکیه کې وايي چې د هر هېواد کډوالي له خپلو ستونزو سره وي. هغه زیاتوي چې د ژبې او کلتور بدلون ورسره ډېرې ستونزې رامنځته کړې، خو ورو ورو یې ورسره عادت کړی. «هر ځای او هر هېواد چې تصور یې وکړو، خپلې ستونزې لري. کله چې موږ راغلو، زه خپله په ترکیه کې محصل وم. د ژبې زدهکړې په لومړیو کې له یو شمېر ستونزو سره مخ وو، چې ډېری یې زموږ د بهرنیانو په توګه د اوسېدو له امله رامنځته کېدې.»
د دغو ستونزو ترڅنګ، ډېری کډوال ټینګار کوي چې په نوي چاپېریال کې ژوند ورته نوې لارې او فرصتونه هم برابر کړي دي؛ له بېلابېلو کلتورونو سره بلدتیا نیولې، تر پراخو تعلیمي او کاري امکاناتو پورې.
فاطمه، یوه بله افغانه کډواله چې له خپلې کورنۍ سره یې کډوالي کړې، وايي، د کډوالۍ تر ټولو سخته برخه ورته په پردۍ ټولنه کې د خپل کلتوري هویت ساتل دي. هغې وویل، کډوال اړ دي چې هم له نوي کلتور سره بلد شي او هم خپل ارزښتونه او فرهنګي هویت وساتي.
فاطمه زیاتوي: «په دغو هېوادونو کې تر ټولو سخت کار زموږ د کلتور ساتل دي. موږ د څو کلتوریزه مهاجرو په توګه باید له دې ټولنې او کلتور سره بلد شو، د خلکو د ژوند طرز، ټولنیز دودونه او چلند وپېژنو او زده کړو چې له خلکو سره څنګه اړیکه ونیسو او د هغوی کلتور څنګه درک کړو.»
په ورته مهال یو بل افغان حسني رؤفي چې تازه کډوال شوی، وايي، په کوربه ټولنه کې یې د شخصیت له ژورو بدلونونو سره مخ شوی دی. د هغه په باور، د ژوند چټکتیا او د فرصتونو پراخوالی انسان دې ته اړ باسي چې تل بدلون وکړي او ځان ورسره عیار کړي.
نوموړی وايي: «هر کال په خپل ځان کې یو بل انسان وینم، او دا هغه څه دي چې دا کلتور او ټولنه یې راته، که وغواړم که ونه غواړم، را زده کوي. دلته فرصتونه دومره ډېر دي او ژوند دومره په چټکۍ روان دی چې که یوه شېبه هم غفلت وکړې، هر څه له لاسه وځي. دلته هر څه له ثانیو سره تړاو لري.»
په ورته مهال یوشمېر ټولنپوهان هم کډوالي داسې پدیده بولي چې د ودې او پرمختګ ترڅنګ، د انسانانو په هویت کې ژور بدلونونه هم رامنځته کوي.
ټولنپوه شعیب احمدي وايي: «کله چې د یوې ټولنې خلک کډوال شي او داسې ځای ته ولاړ شي چې د فکر او کلتور له پلوه ورسره توپیر ولري، نو د هویت ګډېدل رامنځته کېږي. دا ناشونې ده چې کډوال دې تر یوه نسل زیات خپل پخوانی هویت او کلتور په بشپړه توګه وساتي، ځکه د کوربه ټولنې افکار، هویت او فرهنګ پر کډوالو اغېز کوي.»
د دغو افغانانو کیسې ښيي چې کډوالي د ډېرو لپاره د فرصتونو او ستونزو ګډ سفر دی؛ داسې سفر چې له یوې خوا د زدهکړې، کار او ښه راتلونکي فرصتونه برابروي، او له بلې خوا د زړهتنګۍ، عادت کېدو او د هویت د بیا تعریف اوږده تجربه هم ورسره مل وي.


