د کډوالۍ نړیوال سازمان مشره پارک میهیونګ کندهار ته د سفر پر مهال وایي، افغانستان لاهم د راستنېدونکو له جدي کړکېچ سره مخ دی، خو ټینګار کوي چې مرستې به دوام ولري.

هغې د کندهار سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د راستنېدونکو له مرکز څخه د لیدنې پر مهال سلام‌وطندار ته وویل، افغانستان د نورو کړکېچونو ترڅنګ، د راستنېدونکو له جدي ستونزو سره مخ دی.

د هغې په وینا، د راستنېدونکو اړتیاوې ډېرې دي، خو د ملاتړ سرچینې محدودې شوي او له همدې امله به مرستې تر ټولو زیانمنو کسانو ته ځانګړې شي.

مېرمن میهیونګ وویل: «پوهېږو چې په دواړو هېوادونو ايران او پاکستان کې څه روان دي، نو په دې خاطر له دغو دواړو هېوادونو څخه د زياتو افغانانو د راستنېدو اټکل کولی شو. د مرستو کچه کمه شوې، خو اړتیاوې ډېرې دي، ځکه له پاکستان او ایران څخه ډېر خلک راستنيږي. نو موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې خپلې سرچینې په تر ټولو اغېزمن ډول وکاروو او تر ټولو زیانمن کسان په نښه او ملاتړ به یې وکړو.»

اخوا، راستنېدونکي کډوال له نړیوالو بنسټونو غواړي چې په ګاونډیو هېوادونو کې له افغانانو سره د ناسم چلند مخنیوی وکړي.

له پاکستانه راستون شوی نقيب الله وايي: «موږ هلته له سختو ستونزو سره مخ وو او اوس هم دلته د ژوند اسانتیاوې کمې دي، هیله لرو چې مرسته راسره وشي.»

له پاکستانه بل راستون شوی کډوال میرزا هم وايي: «غواړو نړیوال بنسټونه زموږ ستونزې واوري او په ګاونډیو هېوادونو کې زموږ د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان د مالوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستان څخه ٣ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي او دا بهیر لا هم روان دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام