د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې وستایلې.
هغه وویل: «موږ به په ګډه يو ښه راتلونکی ولرو. زه د چين د ولسمشر هغه کار لپاره چې تاسو ترسره کړی، ډېر درناوی لرم. تاسو يو ستر رهبر ياست.»
د هغه په وینا، د امریکا او چین اړیکې به تر بل هر وخت ښې شي.
د چین ولسمشر شيجینګ پینګ هم له ټرمپ سره د لوړو ګټو لرونکو خبرو په پیل کې له چین او امریکا څخه وغوښتل چې سیالان نهبلکې شریکان ووسي.
د راپورونو پر اساس، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي څو چین امریکايي شرکتونو ته خپل بازارونه پرانیزي، په امریکا کې پانګونه او کار پیدا کړي.
تمه کیږي چې د چین ولسمشر به د تایوان او تعرفو په اړه امتیازات وغواړي، څو د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ جریان ولري.
په ۲۰۱۷ کال کې د ټرمپ له سفر وروسته دا چین ته د امریکا د یوه ولسمشر لومړنی سفر دی. د امریکا مخکیني ولسمشر جوبایډن په خپله ټوله ولسمشرۍ دوره کې چین ته سفر نه دی کړی.