Asset 1SWN

سلام وطندار

حزب‌الله پر اسراییلي سرتېرو پراخ بریدونه کړي

Qalawayeh, LEBANON: A model of a Katyusha rocket launcher erected by Hezbollah militants is seen in the southern Lebasnese village of Qalawayeh 06 July 2007. A year after the Israel-Hezbollah war which battered Lebanon, much of the infrastructure has been restored but the rebuilding of homes has been slow and the services sector remains stagnant.  AFP PHOTO/MARWAN NAAMANI (Photo credit should read MARWAN NAAMANI/AFP/Getty Images)

د لبنان حزب‌الله ډله وايي چې د یاد هېواد د سوېل بیاضه ښارګوټي په دننه او شاوخوا کې یې د اسراییلو د پوځ پر پوستو څو بریدونه کړي دي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، حزب‌الله په خپلو بیانونو کې ویلي چې د اسراییلي پوځ سرتېري او پوځي وسایط یې د بیاضه ښارګوټي دننه په نښه کړي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همداراز، دې ډلې ویلي چې هغه اسراییلي ځواکونه یې هم هدف ګرځولي چې له بیاضه څخه د سوېل پر لور د ناقوره سیمې ته روان وو.

سربېره پر دې، حزب‌الله ادعا کړې چې د کفرکیلا ښارګوټي ته نږدې په تل‌النحاس سیمه کې یې د اسراییلو یو «مرکاوا» ټانک هم په نښه کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام