Asset 1SWN

سلام وطندار

حزب‌الله پر اسراییلي سرتېرو راکېټي بریدونه کړي

Qalawayeh, LEBANON: A model of a Katyusha rocket launcher erected by Hezbollah militants is seen in the southern Lebasnese village of Qalawayeh 06 July 2007. A year after the Israel-Hezbollah war which battered Lebanon, much of the infrastructure has been restored but the rebuilding of homes has been slow and the services sector remains stagnant.  AFP PHOTO/MARWAN NAAMANI (Photo credit should read MARWAN NAAMANI/AFP/Getty Images)

د اسراییلو پوځ وايي چې حزب‌الله ډلې د لبنان سوېلي سیمه کې د اسراییلي سرتېرو پر لور څو راکټونه توغولي دي.

د اسراییلو پوځ پر ټیلیګرام خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په وروستیو څو ساعتونو کې راکټونه د سرتېرو نږدې لګېدلي، خو په وینا یې، مرګ‌ژوبله نه‌ده رامنځته شوې.

په ورته مهال په یوه بله جلا پېښه کې، اسراییلي چارواکو ویلي چې هوايي ځواک یې په هغه سیمه کې چې اسراییلي پوځیان په‌کې عملیات کوي، یو «مشکوک هوايي هدف» هم شنډ او له‌منځه وړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همداراز ویل شوي چې د اسراییلو شمال کې د اویویم سیمې په شاوخوا کې د خطر زنګونه هم غږول شوي دي.

د وروستیو اوونیو پرمهال د اسراییلو او لبنان حزب‌الله ډلې ترمنځ نښتې پراخې شوې چې دواړه لوري پر یوه بل د درنو بریدونو او مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاوې هم کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام