Asset 1SWN

سلام وطندار

له ایران او پاکستانه ۵۲۲۹ افغانان بېرته راستانه شوي

کډوال تورخم

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې له ایران او پاکستان څخه پنځه زره او دوه سوه نهه ویشت افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دغو راستنو شویو کسانو کې له نهه سوه پنځه اویا څخه ډېرې کورنۍ شاملې دي.

د ملګروملتونو اړوند ادارو ویلي، یوازې یوولس سلنه راستنېدونکو افغانانو ته د کار زمینه برابره ده او ډېری کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، دوه ورځې وړاندې هم شاوخوا اته سوه کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې وې.

ملګروملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵کال کې له ایران او پاکستان څخه نږدې دوه اعشاریه اته میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشري مېشت‌ځایونو پروګرام خبرداری ورکړی چې د تېرکال راهیسې د نږدې درې میلیونه کډوالو بېرته ستنېدو له امله د افغانستان نفوس شاوخوا لس سلنه زیات شوی چې دا چاره پر اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو نور فشار هم زیاتوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام