Asset 1SWN

سلام وطندار

په ۱۵ ولایتونو کې د کانکور لومړي پړاو ازموينه پیل شوه

کانکور ازموینه

د ازموینو ادارې ویلي، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د روان ۱۴۰۵ کال د کانکور لومړي پړاو ازموینې اخيستلو لړۍ پيل شوه.

دغې ادارې نن پنجشنبه ثور ۲۴ / مې ۱۴ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د يادې ازموينې د پوښتنو صندقونه په اړوندو ولايتونو کې د ځايي مسوولانو، د ازموينو عمومي ادارې پلاوو، استادانو او داوطلبانو په حضور کې پرانيستل شول.

د ازموینو ادارې له لوري د ۱۴۰۵ کال کانکور لومړي پړاو ازموینه کې د هېواد ۱۵ ولایتونه میدان‌وردګ، پروان، غزني، کونړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان، غور او د بدخشان پنځه حوزې، فیض‌اباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان شامل دي.

د دغه پړاو د ازموینې ګډونوالو بایومتریک مالومات د ثور میاشتې په (۲۲ مه او ۲۳مه) نېټه ثبت شول او د لومړۍ ورځې ازموينه يې نن پنجشنبه اخيستل کېږي.

په يادو ولايتونو کې به سبا جمعه هم ازموينه واخيستل شي او د میدان‌وردګ او کونړ ولایتونو د درېیمې ورځې ازموینه به د ثور میاشتې په ۲۶ مه نېټه د شنبې په ورځ واخیستل شي.

د ازموینو ادارې ډاډ ورکړی چې د روڼتیا، عدالت او باور پر بنسټ ازموینې په بشپړې بې‌طرفۍ سره ترسره کوي او پایلې یې په شفاف او باوري ډول اعلانوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام