فاریاب کې د غنمو په کروندو د «کفشک» په نوم د حشرې پراخ برید، د بزګرانو اندېښنې را پارولي.
د راپورونو له مخې، تېرو کلونو په پرتله سږ کال فاریاب کې د دې افت خپرېدل د د پام وړ زیات شوي او د پښتونکوټ، المار، شیرینتګاب، چهلګزي، خواجهناموسي او قیصار ولسوالۍ یې سختې اغېزمنې کړي.
فاریاب کې یو شمېر بزګران وایي، دغه حشره د نبات د ودې په خورا حساس پړاو، یانې د وږي د جوړېدو پر مهال راڅرګندېږي او د غنمو نرمې دانې خوري او د حاصلاتو د وزن کمېدو لامل کېږي.
د پښتونکوټ ولسوالۍ بزګر عبدالغفار وایي: «سږ کال کفشک ډېر زیات وو، په ځانګړي ډول به د غنمو پر وږو کښېناست او دانې به یې خرابولې. موږ دواپاشي وکړه، خو هغسې یې نتیجه ورنه کړه. زموږ د ځمکې یوې برخې لږ حاصل ورکړ او ډېر زیان مو ولید.»
د شیرینتګاب ولسوالۍ بزګر محمدنبي د امکاناتو نشتوالي ته په اشارې سره زیاتوي:
«موږ ځینې دواوې وکارولې او څو ځله مو ځمکه دواپاشي کړه، خو کفشک ډېر وو او په بشپړ ډول له منځه لاړه نه. د کرنې ریاست ته مو مراجعه وکړه، هغوی وویل تخنیکي ډلې به څېړنه وکړي، خو موږ بېړنۍ مرستې ته اړتیا لرو.»
د المار ولسوالۍ بل بزګر عبدالحمید هم وايي، د بزګرانو کمزوری اقتصادي وضعیت لامل شوی د دغو افتونو پر ضد مبارزې ونهشي کړلی.
دی له حکومته د وړیا یا ارزانه درملو د وېش غوښتنه کوي.
«دا حشره تر ډېره د غنمو وږي او دانې خرابوي. موږ خپله هڅه وکړه، خو بسنه یې ونه کړه. زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې اغېزمنې دواوې او تخنیکي مرستې بزګرانو ته برابرې کړي، څو زموږ حاصلات له منځه ولاړ نه شي.»
د نیوکو له زیاتېدو وروسته، د فاریاب د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست مسوولانو ویلي، د کرنې وزارت د مرکزي پلاوي په همکارۍ یې زیانمنو سیمو ته تخنیکي ډلې استولي.
د دغه ریاست یو مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، سلاموطندار ته ویلي، سږ کال د کفشک حشرې ترڅنګ، په ځینو سیمو کې ملخ، سورزړي او سیاهقاق افتونه هم لیدل شوي.
«د تېر کال په پرتله سږ کال د غنمو په کروندو کې افتونه او ناروغۍ زیاتې شوي. ملخ، کفشک، سورزړي او سیاهقاق د ولایت په ځینو سیمو کې لیدل شوي او د کرنې ریاست د نباتاتو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لارې، د علمي او مسلکي سیمینارونو په جوړولو، د اصلاح شویو تخمونو په وېش او تخنیکي خدمتونو وړاندې کولو سره تل د بزګرانو ترڅنګ ولاړ دی.»
خو د کرنیزو چارو کارپوه رحمتالله صدیقي خبرداری ورکوي چې که پر مشخص وخت د دغو نباتي ناروغیو مخه ونهنیول شي، کولی شي د حاصلاتو یوه د پام وړ برخه کمه کړي.
«کفشک د غنمو لپاره یو له خطرناکو افتونو څخه دی او نېغ په نېغه وږي او دانو ته زیان رسوي. که پر وخت او همغږې مبارزه ورسره ونه شي، کولی شي د حاصلاتو یوه د پام وړ برخه کمه کړي. په دې پړاو کې د کرنې وزارت، همکارو بنسټونو او بزګرانو ګډه همکاري ډېره اړینه ده.»
لکه څنګه چې غنم په فاریاب کې د خلکو د معیشت اساسي سرچینه ګڼل کېږي، د دې وضعیت دوام کولی شي په دغه ولایت کې د بېوزلۍ او خوراکي ناامنۍ خطر لا زیات کړي.


