Asset 1SWN

د لوګر دولتي ښوونځيو سره د ۱۵میلیونه افغانیو په ارزښت د کتابونو مرسته شوې

IMG-20240106-WA0022

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ټولو ولسوالیو کې پر ۲۷۶ دولتي ښوونځیو د پوهنې وزارت له لوري د نویو چاپ شویو کتابونو د وېش بهیر پيل شوی دی.

د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته ویلي چې دا ۳۲۳زره تازه چاپ شوي کتابونه د پوهنې وزارت له لوري د لوګر له ښوونځيو سره مرسته شوي چې نن یې د وېش بهیر پیل شو.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

عرب زیاته کړه، دغه کتابونه د ۱۵میلیونه افغانیو په مالي لګښت چاپ شوي چې د نوي ۱۴۰۳ ښوونیز کال له پيل سره سم به د ښوونځيو له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګیو پورې پر زده‌کوونکو ووېشل شي.

د یاد ولایت پوهنې ریاست اړوند ښوونځيو ښوونکي او زده‌کوونکي هم خوښ دي چې د پوهنې وزارت له لوري له ښوونځيو سره د نویو چاپ شویو کتابونو مرسته شوې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د لوګر دولتي ښوونځيو باندې دغه نوي چاپ شوي کتابونه وېشل کېږي چې تېره اوونۍ د یونېسف له لوري د شاوخوا ۱۹میلیونه افغانیو په لګښت د دولتي ښوونځيو له ۱۲۰۰ ښوونکو او ۵۵ زره زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام