کابل کې د پرونۍ چاودنې قربانیان د خپل امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي

د کابل ښار په لوېدیځ کې د تېر ماښام چاودنه کې د وژل شوي ۲۶ کلن محمدعلي ریحاني مور معصومه وايي، زوی یې د اته‌کسیزې کورنۍ سرپرست و چې څه موده وړاندې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ شو چې زده‌کړې پرېږدي او کار ته مخه کړي، خو له دې خبر نه و چې چاودنه به پرې کېږي او دی به په‌کې ژوند له لاسه ورکوي.

شنونکي: کابل ته د فضل‌الرحمن سفر د پاکستان حکومت له پیغام تش نه‌دی

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل‌الرحمن نن «یکشنبه، مرغومې ۱۷مه» د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی دی.

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته وویل چې مولانا فضل‌الرحمن به نن کابل ته سفر وکړي او د سرپرست حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.

د هلمند مارجې ولسوالي اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي

د هلمند مارجې ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې روغتیايي مرکزونه کم او خلک د روغتیايي خدمتونو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، دې ولسوالي کې یوازې یو روغتیايي مرکز شتون لري چې په وینا یې، د یادې ولسوالي د اوسېدونکو په پرتله شته خدمات بسنه نه‌کوي.

کېم‌یو جونګ: هرې پاروونکې کړنې ته په  برید ځواب ورکوو

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ‌ اون خور کېم یو جونګ وايي چې دغه هېواد به د هرې پاروونکې کړنې ځواب په پوځي برید سره ورکړي.

یو جونګ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د سوېلي‌کوریا پوځ ویلي، شمالي کوریا د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې ته نږدې د لسګونو توپونو ډزې کړې دي.

د افغانستان او ایران د ګډو کمېټو ناسته؛ د سوداګرۍ پر زیاتوالي هوکړې شوي

د افغانستان او ایران ترمنځ د ټاکل شویو کمېټو په لومړۍ ناسته کې دواړو لوریو د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر زیاتوالي هوکړې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت نن «یکشنبه، مرغومې ۱۷مه» پر اېکس لیکلي چې دې ناسته کې د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا ترڅنګ دې برخه کې د شته ستونزو هواري په موخه هم خبرې شوې دي.

مولانا فضل‌الرحمن د یوه پلاوي په مشري نن کابل ته راځي

د سرپرست حکومت ویاند وايي، ټاکل شوې چې د پاکستان د جمعیت علما ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن نن «یکشنبه، مرغومې ۱۷مه» کابل ته راشي.

ذ. مجاهد سلام‌وطندار ته وویل چې مولانا فضل‌الرحمن به نن کابل ته سفر وکړي او د سرپرست حکومت له یو‌شمېر چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.