Asset 1SWN

د هلمند مارجې ولسوالي اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي

99999999999

د هلمند مارجې ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې روغتیايي مرکزونه کم او خلک د روغتیايي خدمتونو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي، دې ولسوالي کې یوازې یو روغتیايي مرکز شتون لري چې په وینا یې، د یادې ولسوالي د اوسېدونکو په پرتله شته خدمات بسنه نه‌کوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مارجې د دویم بلاک سیمې اوسېدونکي محمود وویل: «موږ مریضان لرو، خو دلته د ساده فشار ناروغۍ دفع نه‌کېږي. موږ ډېرې ستونزې لرو، د دې امکانات او خرچه نه‌لرو چې خپل ناروغان بل ځای د تداوۍ لپاره  بوځو.»

په ورته مهال د مارجې یوه بل اوسېدونکي حاجي شېر بیا وویل، روغتیايي مرکز ته چې مراجعه وکړي، د درملو کمښت له امله یې اوونۍ وروسته ورغواړي.

هغه وویل: «په دغه ساحه کې یوازې دغه یو روغتیايې مرکز دی، نور نو زموږ هم سر نه‌پرې خلاصېږي. خلک ډېر دي، موږ چې ورسو. ډېری وخت راته وايې دوا نشته، راته وايي، اوونۍ وروسته یا یو ورځ وروسته راشئ.»

بل‌خوا په روغتیايي برخه کي د مارجې ولسوالي د اوسېدونکو شته ستونزو په اړه مسوولان د خلکو یوشمېر غوښتنې او ستونزې پر ځای بولي، خو وايي، تر خپله وسه به یې ستونزې هوارې کړي.

د یادې ولسوالي د روغتیايي مسوولانو په وینا، تېر ۲۰۲۳ کي یې د څه باندې ۵۴زره ناروغانو درملنه کړې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په پار یې دوه ودانۍ جوړې او دوه نورې تر کار لاندې دي.

د مارجې د روغتیا امر حاجي بشر وویل: «ځینو مرکزو کې د درملو ستونزې شته، ځکه اوس مرکزونو ته درمل خارجیان یعني یونېسف ورکوي. د درملو په رسېدنه کې لږ څه ځنډ راځي. موږ تېر کال کې ۵۴زره او ۳۰ کسان تداوي کړې.»

هلمند کې د عامي روغتیا ریاست مسوولان بیا د وزارت له‌خوا د دې ولایت نفوس ته په پام  درمل او امکانات ورکوي.

د هلمند عامي روغتیا سرپرست رییس سیداحمد سید وویل: « تر ټولو لوی او عمده علت د دوا لپاره په هلمند کې د تذکرو د کموالي له امله دی. د هلمند نفوس شاوخوا ۴.۵ میلیونه ته رسېږي، خو وزارت او نور اړونده موسسات هلمند ته یوازې د ۱.۹ میلیونه نفوس په اندازه درمل ورکوي.»

افغانستان کې د روغتیايي خدماتو برخه کې د شته ستونزو په اړه نه‌یوازې په کور دننه، د روغتیا نړیوال سازمان هم اندېښنې ښودلې دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و ، افغانستان کې ۱۴میلیونه کسان روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې وه چې دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام