د هلمند د مارجې ولسوالي اوسېدونکي د یادې ولسوالي په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو له کمښت څخه د نیوکې ترڅنګ وايي چې د یوه کوچني ټپ او ناروغۍ لپاره مرکز لښکرګاه ښار ته د درملنې لپاره سفر کوي.

د مارجې ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، یاده ولسوالي کې د روغتیايي خدمتونو او روغتیايي مرکزونو د کمښت له کبله ډېری وخت ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د مارجې ولسوالي اوسېدونکی نعمت‌الله دلسوز چې د فوټبال په یوه لوبه کې يې خپله پښه ژوبله کړې، وايي چې اړ دی د درملنې او پانسمان لپاره څلور کیلومټره لرې روغتیايي مرکز ته مزل وکړي.

د نوموړي په وینا، د یادې ولسوالي په لرې پرتو سیمو کې روغتیایې خدمتونه په نشت حساب دي او ډېری وخت ناروغان د درملنې لپاره لښکرګاه ښار ته ځي.

نوموړي وویل: «د مارجې په لرو پرتو سیمو کې صحي خدمات مطلق نشته، خلک اړ دي چې تر اووه- اته کیلومتره مزل وروسته خپل ناروغان یوه روغتیايي مرکز ته ورسوي، ان تر دې چې روغتیايي مراکزو ته تررسېدو مخکې ځینې ناروغان ساه ورکړي. د دې ترڅنګ ښځینه ډاکټرانې هم ډېرې کمې دي، که شته هم یوازې د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي برخه کي کار کوي، نورو برخو ته ښځینه ډاکټرانې نشته.»

په ورته مهال د مارجې د «تریخ ناور» اوسېدونکی حمیدالله چې د یادې ولسوالي روغتیايي مرکز ته یې ناروغان راویستي، سلام‌وطندار ته وايي چې دې مرکز کې روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي.

نوموړي وویل: «باید زموږ د ناروغانو غمه وخوړل شي، موږ ته د ساده واکسین لپاره وايي مرکز لښکرګاه ته یې بوځئ، خلک ستړي دي ټول لښکرګاه ته یا نورو ځایونو کې د خپلو ناروغانو د تداوۍ توان نه‌لري.»

د یادې ولسوالي د روغتیا برخي مسوولان د خلکو شکایتونه تاییدوي او وايي، که څه هم د تېرو درېوو کلونو په پرتله د دغه ولسوالي روغتیايي برخې ته زیات کار شوی، خو په وینا یې، د مارجې اوسني نفوس ته په کتو روغتیايي خدمتونه پراختیا ته اړتیا لري.

د مارجې ولسوالي د روغتیا مدیر حاجي بشر وايي، دا ولسوالي کابو پنځه سوه زره نفوس لري چې اوسني موجوده روغتیايي مرکزونه او پرسونل یې بسنه نشي کولای.

نوموړي وویل: «ټولو ته اوس  صحي خدمات نه دي رسېدلي، ځکه چې دا یوه لویه او پراخه نفوس لرونکې ولسوالي ده. د دې ولسوالي ډېرې دښتې سیمې اوس فعاله شوي چې هلته روغتیايي خدمات وجود نه‌لري. موږ پنځه سوه زره نفوس پدې ولسوالي کې لرو. په ټوله ولسوالي کې ۲۲ روغتیايي مراکز دي چې پنځلس یې ځايي او ۷ یې ګرځنده دي.»

 د یادې ولسوالي د روغتیا امر ډاکتر نقیب‌الله اعظمي وايي، روغتیايي مرکزونو کې په څو محدودو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

هغه وویل: «د واکسین په برخه کې خدمات لرو، د مور او ماشوم د مړینې مخنیوي برخه کې خدمات لرو، د سراپا ناروغانو برخه کې او همدا ډول د تغذیه برخه کې.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د یادې ولسوالي مسوولان وايي، که د یادې ولسوالي روغتیايي مرکزونو ته درمل، طبیي تجهیزات او نور اړین توکي پر وخت ورکړل شي، د خلکو شته ستونزې به تر ډېره ورسره هوارې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام