نېږدې دوه اوونۍ کېږي چې وسله‌‌والو طالبانو د بغلان-کندوز-بغلان-کابل او بغلان- سمنګان ولایت په لویو لارو کې د پلټنې پوستې جوړې کړي او پر دغه لاره تلونکي مسافر پلټي او پوښتنې او ګروېګنې تر کوي. د بغلان اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې ډېری وخت دغه لویې لارې د جګړو له امله تړل کېږي او طالبان د مسافرو موټر دروي او د پوځي او دولتي کار کوونکو په لټه کې وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د پلخمري ښار اوسېدونکی خان‌علي وایي چې په لویو لارو کې د طالبانو د پلټن‌ځایونو او پوستو جوړېدل د دې لامل شوي چې خلک په دغو لارو کې په ارامه زړه سفر ونه کړي او دولتي کسان، خو په دې درېو لارو کې سفر ته زړه نه ښه کوي.

په ورته مهال د بغلان ولایت د باروړونکو موټرو یو چلوونکی قربان‌محمد وایي، د دغه ولایت په لویو لارو کې د جګړو له امله یې خپل موټر پلخمري ښار کې درولی دی. نوموړی له دولت څخه غوښتنه کوي چې هر څه ژر دې د دغه ولایت په لویو لارو کې امنیت ټينګ کړي.



په همدې حال کې د ۲۱۷ظفر قول اردو قومندان عباس توکلي چې د بغلان ولایت د جګړې د مدیریت لپاره دغه ولایت ته ورغلی له سلام‌وطندار سره په خبرو کې یې وویل چې په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه شتون لري او ډېر ژر به د بغلان لویې لارې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.

بل‌خوا یوه محلي سرچینه سلام‌وطندار ته تاییدوي چې طالبانو د بغلان-کابل پر لویه لار د دوشي ولسوالي په اړوند سیمو کې د اندراب او خنجان ولسوالیو اوسېدونکو په لټه کې دي چې تراوسه یې د اندراب ولسوالي یو اوسېدونکی چې موټر چلوونکی و، وژلی او دوه نور یې له ځان سره بېولي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام