پاکستاني رسنیو نن پنجشبه د تلې ۲۱مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سِند ایالت کې په یوه بس موټر کې د اورلګېدنې له امله ۱۷ کسان مړه شوي او ۱۵ ټپیان دي.
د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې دغه بس موټر له کراچۍ څخه سِند ته هغه سېلاب ځپلي بېرته خپلو سیمو ته لېږدول چې د سېلابونو پرمهال کراچۍ ښار ته بېځایه شوي وو.
د ورکړل شویو راپورونو پربنسټ، بس موټر د سِند ایالت خېرپور ناتهنشاه سیمې ته روان و چې د لارې په اوږد کې د موټر «اېرګنډېشن» اور اخیستی او یاده مرګژوبله یې رامنځته کړې ده.
په ورته مهال سیمه کې یوه پولیس چارواکي رسنیو ته ویلي، پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي چې ۱۳ یې ماشومان دي.
نوموړي همداراز زیاته کړې چې د اورلګېدنې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي چې سیمه کې نږدې روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.