Asset 1SWN

پاکستان له اسلامي امارت نه د «پاکستاني طالبانو» د‌ مهار لپاره د مرستې غوښتنه کړې

Delegation_1

پاکستان کې د ناامنیو تر زیاتېدو وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف خېبرپښتونخوا ایالت کې د یوې غونډې پرمهال اسلامي امارت څخه غوښتي چې د ترهګرۍ، په ځانګړې توګه د «پاکستاني طا لبانو» مهارولو کې ورسره همکاري وکړي.

یاده غونډه کې پرېکړه شوې چې د اسلامي امارت چارواکو سره به د ترهګرۍ موضوع شریکه او ورته څرګنده کړي چې اسلام‌اباد ته له خپلو پولو بهر ترهګرۍ هم د منلو نه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو څېړونکی نظیراحمد رزاقي وايي، پاکستان د ترهګرۍ له لارې ګټه ترلاسه کوي او خپله سیمه کې د ترهګرۍ بنسټ اېښودونکی دی.

نوموړي وویل: «د پاکستان لپاره ترهګري د عاید سرچینه ده. پاکستان په ۹۰مه لسیزه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له امله میلیارډونه ډالر ترلاسه کړي. دغه هېواد سختو اقتصادي ستونزو کې دی او د نړیوالو اقتصادي مرستو ترلاسه کولو لپاره لابي‌ګري کوي.»

د چارو یو‌شمېر شنونکي وايي، پاکستان افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وړاندې د ستراتيژیکو ګټو تمه درلوده.

د د دوی په وینا، کوم وروستي فشارونه چې پر پاکستان وارد شوي، سره له دې چې اسلامي امارت څخه د همکارۍ غوښتنه کوي په یو ډول خبرداری هم ورکوي چې د پاکستاني طا لبانو ملاتړ څخه لاس واخلي.

د ستراتیژیکو او ملي امنیت مسایلو څېړونکي شمشاد عزیز کاظمي وویل: «د اسلامي امارت له راتګ وړاندې پاکستان اسلامي امارت ته د یوې ستراتیژیکې شتمنۍ په توګه کتل او هغه وړاندوینې یې چې لرلې، ټولې غلطې ثابتې شوې. د سیمې هېوادونه له اسلامي امارت دا ژمنه غواړي چې له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي.»

دې ټولو سربېره، اسلامي امارت ته نږدې سیاسي کارپوه سید ذکرالله هاشمي وايي، له کله راهیسې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، نړۍ ته یې ثابته کړې چې ترهګرۍ سره مبارزه کوي.

د نوموړي په وینا: «پاکستاني طالبان اړتیا نه‌لري چې افغانستان ته راشي، دلته نه اقتصاد ښه دی او نه هم هغه وسایل شته چې دوی ترې استفاده وکړي. دوی د پاکستان په خاوره کې د ظلم او فساد پر وړاندې جنګېږي. اسلامي امارت تېرو ۱۶ میاشتو کې نړیوالو ته ثابته کړې چې خوارجو او ترهګرو سره مبارزه کوي.»

د یادونې ده چې پاکستان کې د ناامنیو په زیاتېدو سره د دغه هېواد چارواکو د نیوکې ګوته افغانستان ته نیولې او تازه یې اسلامي امارت څخه غوښتي چې د پاکستاني طالبانو مهارولو کې ورسره همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړي او او ویلي وو، پاکستان دې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام