Asset 1SWN

نیوزیلنډ او پاکستان نن دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي

358949

د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډله نن د کوربه‌ پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره دویمه یو ورځنۍ سیالي کوي. ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د اپرېل ۲۹مه ۳:۰۰بجې په راولپنډۍ لوبغالي کې ترسره شي.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې نیوزیلنډ ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې ده. په دغه لوبه کې د پاکستان لپاره په توپوهنه کې فخرزمان ښکلې لوبه وکړه او ۱۱۷ منډې یې جوړې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۲۸۹ منډو هدف ټاکلی و. ډاريل مېچل ۱۱۳ او وېل یانګ ۸۶ منډې د نیوزیلنډ لپاره جوړې کړې وې.

د نیوزیلنډ او کوربه پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ له دې وړاندې د پنځو شل اووره سیالیو لوبلړۍ وشوه چې دوه دوه مساوي پای ته ورسېده. د دغې لوبلړۍ لومړۍ دوه لوبې پاکستان وګټلې یوه لوبه یې د باران له کبله بې‌پایلې اعلان شوه او پاتې دوه پرله‌پسې سیالي نیوزیلنډ په خپل نوم کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د روانې پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ کې دا مهال پاکستان ۱-۰ مخکې دی او نیوزیلنډ به یې نن لوبه کې د مساوي کېدو هڅه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام