Asset 1SWN

توماس نېکلاسون: یوه کال کې ۱.۳ میلیونه افغانان ګاونډیو هېوادو ته کډوال شوي

Refugees

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون پرون اروپايي پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي، په وروستي یوه کال کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

توماس نېکلاسون ویلي چې دغه شمېر افغانان د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه د ۲۰۲۲ کال تر سپټمبر میاشتې پورې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته ګډه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي همداراز زیاته کړې چې ښايي اصلي شمېرې له دې هم زیاتې وي.

نوموړي ویلي: «د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت څخه د ۲۰۲۲ کال سپټمبر پورې ۱.۳ میلیونه افغان پناه‌غوښتونکي تازه د افغانستان ګاونډیو هېواودنو ته تللي، چې یو میلیون یې ایران او ۲۵۰ زره یې پاکستان ته تللي دي. ښايي واقعي شمېرې تر دې هم زیاتې وي.»

له دې سره داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې ايران، پاکستان، ترکيې او ګڼو نورو هېوادونو کې افغان کډوال بېلابېلو ستونزو سره مخ دي چې اعتراضونه یې هم کړي دي.

خو د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني سلام‌وطندار ته ویلي، هڅه کوي ګاونډیو هېوادونو سره د خبرو له لارې د افغان پناه‌غوښتونکو ستونزو ته لاسرسی وکړي.

نوموړي وویل: «د قانوني اسنادو نشتون، کار او زده‌کړو ته اجازه نه ورکول، ګاونډیو هېوادونو کې د افغانانو له لویو ستونزو څخه دي. اسلامي امارت هڅه کوي چې د یادو هېوادونو له چارواکو سره دغه ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.»

د یادونې ده چې د کډوالو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې دې وروستیو اوونیو کې څه باندې ۳۰ زره کسان بېرته هېواد ته را ستانه شوي چې له ډلې یې ۱۲ زره په اجباري توګه ګاونډیو هېوادونو څخه اېستل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې نړۍ کې د امنیت د احساس څانګې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بللی دی. د ګالوپ په نوم څېړنیز بنسټ هم د یوې سروې پایلې خپرې کړي چې پر اساس یې سنګاپور د نړۍ په کچه تر ټولو امن او افغانستان بیا ناامنه هېواد معرفي شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام