په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ویلي، د افغانستان اقتصادي ستونزې د خلکو لپاره ناورین دی چې له امله یې د پراخې کډوالۍ او د ترهګرو ډلو له لیکو سره په ځانګړې توګه داعش چې د افغانستان او ایران ګډ دښمن دی، د خلکو د یوځای کېدو لامل شوی دی. هغه زیاته کړې چې دغه کار به د ترهګرو ډلو لیکې پیاوړې کړي.
په کابل کې د ایران سفارت په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې امینیان دغه څرګندونې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. دغه پرون شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال په کابل کې د ایران سفیر همداراز ویلي چې ټول باید له دې موضوع سره له مسوولیت ډګ چلن وکړي. د نوموړي په وینا، له افغانستان سره د پراختیايي، اقتصادي او بشري مرستو د بحثونو څار او دوام باید له پامه ونه غورځول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له لوري په بشپړه توګه د افغانستان نیولو راهیسې، بېوزلي او وزګارتیا په کمسارې توګه زیاته شوې. په ورته مهال اندېښنې دا دي چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه داعش به د خلکو له بېوزلۍ څخه ګټه واخلي او دغه کسان به خپلو لیکو کې جذب کړي.
بلخوا په تازهګۍ سره د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې ۵۰ داعش وسلهوال اسلامي امارت ته تسلیم شول. د ننګرهار د ملي امنیت ریاست مسوولان وایي، دغه ۵۰ کسان د «هسکې مینې» او «کوز کونړ» ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د داعش په لیکو کې فعالیت کاوه او د قومي مخورو په منځګړیتوب اسلامي امارت سره یوځای شول.