رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد له چین او پاکستان سره په خبرو کې غواړي چې د مسکو په ناسته کې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې اعلان کړي. خو د طالبانو په رسمیت پېژندل په دغه اجنډا کې نشته.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د روسیې، چین او پاکستاني چارواکو له خبرو وروسته، دغو هېوادونو د مسکو په ناسته کې د بشري مرستو ژمنه کړې ده. د مسکو ناسته نن د روسیې په پلازمېنې مسکو ښار کې جوړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، دغه هېواد تمه لري چې طالبان به خپلو ژمنو په ځانګړې توګه د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو په اړه ژمنې عملي کړي. هغه زیاته کړې، «د طالبانو په رسمیت پېژندل د بحث موضوع نه ده. مونږ له هغوی سره په اړیکه کې یو. هغوی ته وایو، هغه ژمنې مو چې د واک نیولو پرمهال کړې وې، عملي یې وکړئ.»

بل‌خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوې روسۍ رسنۍ ته ویلي، ټاکل شوې چې دوی د مسکو په ناسته کې د نړۍ‌ له هېوادونو د اقتصادي او سیاسي مرستو غوښتنه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې اسلامي امارت اعلان کړی و چې د رییس الوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام په مشري به د دوی یو پلاوی د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام