د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۶۲۸ نور پرې اخته شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې یې دوه زره او ۶۴۷ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي چې له ډلې یاد شمېر پر دغه ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت په خبره، د تازه پېښو ډېره برخه په کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، پروان، پکتیا، کندوز، میدان وردګ او کاپیسا ولایتونو کې ثبت شوي او پلازمېنه هم د ټولو په سر کې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد وزارت وايي، له تېرو څلېرویشت ساعتونو راهیسې یوازې په کابل کې ۹ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۱۷۸ نور پرې اخته شوي دي. د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې له کابل وروسته کندهار د ۸۹، ننګرهار د ۳۸، بلخ د ۳۴، پکتیا د ۲۹، کندوز د ۲۸، میدان وردګ د ۳۲، کاپیسا د ۲۱ مثبتو پېښو په لرلو سره هغه ولایتونه دي چې تر نورو هغو ډېرې پېښې په‌کې ثبت شوې دي.



دغه وزارت زیاته کړې چې په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې نږدې ۶۷ زره کسان پر کورونا اخته شوي چې له دوه زره او ۷۰۰ ډېر هغه د دغې وبا له کبله مړه شوي دي.

روغتیا وزارت هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله خلکو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې باید روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کورونا د نوې بڼې پېښې هم په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په نړۍ کې تر اوسه له ۱۶۷ میلیونه او ۵۴۴ زرو نه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۳ میلیونه او ۴۷۸ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۴۸ میلیونه او ۵۸۶ زرو نه ډېر یې بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هند، برازیل، فرانسه، ترکیه او روسیه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په دې ډله کې امریکا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې او تر ننه په‌کې له ۶۰۴ زرو نه ډېر کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام