د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شهاب الدین دلاور نن کابل کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې امریکا له دوی څخه په افغانستان کې د اډو غوښتنه کوله چې دوی یې مخالفت کړی دی. دلاور وویل چې هېڅکله به هم اشغالګرو ته په خپله خاوره کې ځای ورنه کړي.

په ورته مهال دلاور زیاته کړه چې بهرنیان په دې اندېښنه کې وو، که دوی له افغانستان څخه ووځي دغه هېواد به په دویمه سوریه بدل شي، خو دوی د بهرنیانو دغه نقشه ور ړنګه کړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو پرمهال په افغانستان کې د امریکا له لوري په افغانستان کې د دایمي اډو د جوړېدو په اړه تاوده بحثونه کېدل، خو د طالبانو د سیاسي دفتر دغه غړی وایي چې د امریکا او طالب ډلې ترمنځ د هوکړې پرمهال له دوی څخه په افغانستان کې د امریکا د اډو غوښتنه په وار وار شوې وه، خو د نوموړي په وینا چې دوی د امریکا دغه غوښتنه رد کړې او مخالفت یې ورسره کړی دی.

دلاور زیاته کړه چې دوی د بهرنیانو او اشغال ګرو دغه پلان ورخراب کړ او د افغانستان د وېشلو او افغانانو د پاشلو مخنیوی یې وکړ.

هغه ټينګار وکړ چې هېڅکله به هم په افغانستان کې اشغالګرو ته ځای ورنه کړي او له خپلې خاورې او خلکو به د اشغالګرو پر وړاندې دفاع کوي.

په ورته مهال څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې هېڅ یوه هېواد ته به هم اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي، او له نورو هېوادونو یې هم غوښتنه وکړه چې دغه هېوادونه دې هم خپله خاوره د افغانستان پر وړاندې نه کاروي.

په همدې حال کې شهاب‌الدین دلاور وایي چې بهرنیانو د افغانستان د وېشلو لپاره پراخې هڅې پيل کړې وې او په دې هڅه کې وو چې افغانان په څو ډلو او ټپلو سره ووېشي او دغه هېواد یو ځل بیا یوې بلې کورنۍ جګړې کې ښکېل کړي.

 د طالبانو له راتلو وړاندې یو‌شمېر بهرنیو رسنیو راپورونه خپاره کړي وو چې ښايي افغانستان د نړۍ‌والو ځواکونو له وتلو وروسته یوځل بیا د یوې بلې کورنۍ جګړې ښکار شي او د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې چې د میلیار‌دونو ډالرو په لګولو سره په لاس راغلي دي، له خارو سره خاورې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نږدې دوه اوونۍ کېږي چې طالبانو د پنجشېر ولایت پرته پر ټول افغانستان خپله ولکه ټينګه کړي او د طالب چارواکو په وینا، په دې هڅه کې دي چې یو پراخ‌ بنسټه حکومت جوړ او ټول افغانان پکې ونډه ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام