واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تړلې دي. د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پایلې تر اوسه روښانه نه دي.

د دغې ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، امریکايي ځواکونو خپلې پنځه اډې په هلمند، روزګان، لغمان او پکتیا ولایتونو کې تړلي چې دا د دوحې د هوکړې یوه برخه وه. امریکا د دغو اډو په تړل کېدو سره خپل زرګونه سرتېري له افغانستانه اېستلي دي.

دغه راز، پنځه نورې اډې سږ کال په ننګرهار، بلخ، کابل، فاریاب او زابل ولایتونو کې تړل شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي و چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غواړي سرتېري یې په هغو ځایونو کې پاتې شي چې موجودیت د دغه هېواد لپاره واقعي امنیتي ګټې و نه لري او په وینا یې، موخه یې له ګواښ څخه د یادو سرتېرو خونديتوب دی.

خو د امریکا د ملي امنیت مخکیني سلاکار اېچ‌ار مک ماسټر له افغانستانه په بیړه د امریکايي ځواکونو پر وتلو د نیوکې ترڅنګ، دا کار له نفرته ډک بولي. هغه وايي، د ټرمپ دولت له افغانستانه د خپلو ځواکونو په را اېستلو سره طالبانو ته یوه بریا ور بښي او دا طرحه له نفرته ډکه ده.

مک ماسټر د امریکا له سي‌بي‌اېس خبري اژانس سره په مرکه کې خبرداری ورکړی، که طالبان د افغانستان په ډېرو برخو کې ځای ونیسي، هغو ترهګرو ډلو ته به خوندي ځایونه ورکړي او ملاتړ به یې وکړي چې غواړي د سپټمبر د یوولسمې پېښې په څېر پر امریکا ستر بریدونه وکړي.

د امریکا دفاع وزارت تر دې وړاندې ویلي و چې د روان میلادي کال تر پایه به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته را کم کړي.

خو د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د کلنۍ پارلماني مجمع په غونډه کې ویلي، که څه هم امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د راکمولو اعلان کړی، خو ناټو به په یاد هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکړي؛ ځکه په وینا یې، نه غواړي چې خپلې تېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام