وروسته له هغې چې اسلامي امارت په افغانستان کې د یو‌شمېر بهرنیو رسنیو پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز ولګاوه، اوس د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، یاده پرېکړه یې له دې امله کړې چې دغو رسنیو د «هېواد افغاني او اسلامي فرهنګ» ته پام نه کاوه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند پر رسنیو د څار مسوول عبدالحق حماد سلام‌وطندار ته وايي چې اسلامي امارت د نړیوالو رسنیو د خپرونو له منځپانګې سره ستونزه نه لري، خو ټلوېزیوني خپرونو کې باید افغاني او اسلامي فرهنګ مراعت کړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «د افغانستان په لویو ښارونو کې ډېری راډیويي خپرونې لري، خو په ټلویزیوني خپرونو کې به یې افغاني او اسلامي فرهنګ نه مراعاتاوه، غیراسلامي او غیرافغاني لباسونه به یې کارول.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند پر رسنیو د څار مسوول ټينګار کوي، څو ځله یې هغو کورنیو رسنیو ته چې د بهرنیو رسنیو خپرونې خپروي، ویلي چې له دغو رسنیو غوښتنه وکړي، څو د خپرونې د اجرا پرمهال افغاني او اسلامي فرهنګ مراعات کړي؛ خو دوی ورته پام نه دی کړی او د نظام دې اصل ته پابنده نه وو.

بي‌بي‌سي‌ بېګاه راپور ورکړ چې اسلامي امارت د افغانستان محلي رسنیو ته امر کړی چې د بي‌بي‌سي‌ ترڅنګ د یو‌شمېر نورو نړیوالو رسنیو ټلوېزیوني خپرونې بندې کړي.

بي‌بي‌سي ویلي چې د دغه امر سره هم‌مهاله په افغانستان کې د بي‌بي‌سي پښتو، ازبکي او فارسي ټلوېزیونونو خپرونې بندې شوې دي.

د بي‌بي‌سي د ژبو څانګې رییس طارق کفاله ویلي چې دا د اندېښنې وړ بدلون دی او داسې وخت کې پېښ شو چې افغانان په یوه ناڅرګند وضعیت کې دي.

نوموړي له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي او اجازه ورکړي چې د افغانستان محلي رسنۍ د بي‌بي‌سي خپرونې بیا خپرې کړي.

په ورته مهال د امریکا غږ هم افغانستان کې د دوی پر  ټلوېزیوني خپرونو د بندیز له کبله د اسلامي امارت پرېکړه غندلې او د دغه بندیز د لرې‌کولو غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا غږ سرپرسته یولاندا لوپز په یوې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د خپلې دغې بوږنوونکې پرېکړې په اړه دې بیاکتنه وکړي.

په ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يا يوناما په يوه ټويټ کې د اسلامي امارت له لوري د بي‌‌بي‌سي پر نشراتو بنديز لګول بوږنوونکى کار بللى دى.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یوناما په دغه ټویټ کې لیکلي چې اسلامي امارت رسنیو ته امر کړی چې له دې وروسته به د بهرنیو رسنیو هر ډول خپرونې نه نشروي. د یوناما په وینا، د اسلامي امارت دغه پرېکړه، د «افغانانو پر وړاندې یو بل ځپونکی اقدام» دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام