بي بي سي نن په یوه راپور کې خبر ورکړ چې د اسلامي امارت په مشري حکومت په ټول افغانستان کې د دوی پر ټلویزیوني خپرونو بندیز لګولی دی. په راپور کې ويل شوي چې د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونو سربېره د بي بي سي ازبکي او فارسي ټلويزيوني خپرونې هم له څو ورځو راهیسی بندې شوې دي. د بي بي سي د یادو څانګو ټلویزیوني خپرونې په افغانستان کې د یوشمېر خصوصي ټلوېزيونونو له لارې خپرېدې.
په ورته مهال د بي بي سي د ژبو څانګې مشر طارق کفاله پر دې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارت څخه يې غوښتي چې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي او افغانستان کې د بي بي سي ټلوېزيون خپرونو ته د خپرېدو اجازه ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بي بي سي ټینګار کړی چې په افغانستان کې هره اوونۍ له شپږ میلیونو څخه زیات خلک د دې نړیوالې رسنۍ پروګرامونه اوري چې په خپلواکه او بې پرې توګه خپرېږي.
په همدې حال کې يوناما په افغانستان کې د بي بي سي پر نشراتو د بنديز لګولو پر وړاندې غبرګون ښودلی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ يا يوناما په يوه ټويټ کې د اسلامي امارت له لوري د بي بي سي پر نشراتو بنديز لګول بوږنوونکى کار بللى دى. يوناما دغه اقدام د افغانانو پر ضد “ځپونکى” ياد کړى دى.
اسلامي امارت تر اوسه د دې پرېکړې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.
د یادولو وړ ده چې بي بي سي پښتو څانګه له کلونو راهیسې د ځایي ‘شمشاد’ تلویزیون له لارې په ټول افغانستان کې خپرېدله او د بي بي سي فارسي او بي بي سي ازبکي ټلویزیوني خپرونې چې افغانستان کې د اریانا او ارزو ټلویزیونو له لارې خپرېدلې، له تېرو څو ورځو راهیسې بندې شوې دي.
د بي بي سي نړيوال سروېس له څو لسيزو راهيسې په ټول افغانستان کې خپلو لیدونکو، لوستونکو او اورېدونکو ته خبري، علمي، تفریحي او نورې خپرونې وړاندې کوي.
د اسلامي امارت مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.