د خبریالانو ورځې له رارسېدو سره هم مهاله، د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون په ۱۴۰۰ کال کې د رسنیو فعالیت څرنګوالي په اړه د خپلې ټول پوښتنې پایلې خپرې کړې.

په دې نظر‌پوښتنه کې د رسنیو ۹۰ سلنه خبریالانو او کارکوونکو ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، د رسنیو نشرات تر سانسور لاندې دي چې له دې ډلې ۴۴ سلنه په ټوليزه توګه او ۴۶ سلنه بیا په قسمي توګه د رسنیو خپرونې تر سانسور لاندې ګڼلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همداراز ۵۹ سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو ویلي چې د سانسور له امله یو‌شمېر رسنۍ تړل شوي دي.

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون غړي علي اضغر اکبرزاده د دې نظر‌پوښتنه د پایلو وړاندې کولو پرمهال وویل، په ۳۴ ولایتونو کې د خبریالانو په ګډون د رسنیو له ۲۰۰۰ کارکوونکو سره په دې ټول‌پوښتنه کې مرکه شوې.

د اکبرزاده په خبره، د دوی ټولیزه پایله ښيي چې د مخکیني حکومت له سقوط وروسته ۷۱ رسنیو خپله خپلواکي له لاسه ورکړې ده. نوموړي زیاته کړه د سانسور او د محدودیتونو لګول د دې لامل شوي چې ۸۲ سلنه د خپرونو تولید تر منفي اغېزې لاندې راشي.

بل لور ته د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د څېړنو پایله ښيي چې په تېر کې د ۶۲۳ فعالو رسنیو له ډلې ۳۱۸ هغه تړل شوي دی.

د دې څېړنې له مخې، د یادو رسنیو د فعالیت درېدل د دې لامل شوي چې د رسنیو د ۴۰۹۰ فعاله کارکوونکو له ډلې شاوخوا ۲۷۳۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شي.

د دې فدراسیون غړې خالده تحسین د رسنیو د کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه کارکوونکو د کموالي څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، ښځینه کاکوونکې د شغلي، مالي او ځاني خوندیتوب له نشتوالي سره مخ دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون وايي، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۸۰ قضیې ثبت شوي او ډېری له دې شمېرو په پلازمېنه کابل کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام