د کابل امنیې قومنداني په تېرو ۶میاشتو کې د جرمونو په تور ۲۰۰۰ کسان نیولي

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن د دغه بنسټ د تېرو ۶ میاشتو لاسته راوړنو د وړاندې کولو پرمهال وویل، یاده موده کې یې کابل ښار او ولسوالیو کې ۲ زره او ۱۸۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي چې په‌کې ځینې مشهور مجرمین هم شامل دي.

د سلام وطندار دوو خبریالانو د کال د «غوره راډیويي ویاند او خبریال» جایزې وګټلې

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د خبریال ملي ورځې په ویاړ د څه باندې ۴۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو له ډلې ۲۰ هغه په بېلابېلو کټګوریو کې د کال د غوره خبریال او د رسنیو کارکوونکو په توګه ونومول چې د یوې رقابتي پروسې له لارې یې نوملیکنه کړې وه او په‌کې بریالي شوي وو.

اروپايي ټولنې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او بېرته‌راستنېدو کمېسیون له جوړېدو هرکلی کړی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ له افغان شخصیتونو سره د اړیکې او بېرته راستنېدو کمېسیون د جوړېدو په تړاو د اسلامي امارت له پرېکړې هرکلی کړی دی. برانټ نن پنج‌شنبه سهار پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، که چېرته د اسلامي امارت دغه پېکړه رښتیا وي، نو دا به د راتلونکي ټول‌ګډونه حکومت د رسمیت پېژندنې پر لور لار اسانه کړي.

په لومړي ځل د افغانستان له لارې ازبکستان ته هندي محصولات ولېږدول شول

د هند د خصوصي سکټور یوه سوداګر په لومړي ځل د پاکستان او په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د بار وړونکو موټرو پرمټ ازبکستان ته خپل سوداګریز توکي صادر کړي دي. په ورته مهال پاکستاني چارواکي ویلي چې دا تجارتي معامله په بشپړ ډول په خصوصي ډول ترتیب شوې او د هېڅ هېواد حکومت په کې دخیل نه دی.