Asset 1SWN

سرچینه: د ا.ا استخباراتو د طلوع ټلوېزیون رييس، وياند او د حقوقي برخې مسوول نيولي

سلام‌وطندار ته په طلوع نیوز کې يوې باوري سرچينې تاييد کړه چې د اسلامي امارت استخباراتو يې درې همکاران نامعلوم ځاى ته بيولي دي.

سرچینه چې نه غواړي نوم يې ياد شي وايي، له هغه وروسته چې دوى د طلوع پر سريالونو د بنديز خبر خپور کړ، د اسلامي امارت استخبارات دفتر ته ور ننوتل او د طلوع نیوز رييس خپلواک ساپى، وياند بهرام امان او د حقوقي برخې مسوول يې ونيول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچينه وايي، تراوسه د خپلو همکارانو په اړه معلومات نه لري چې د ا.ا استخباراتو چېرته بيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ځواکونو تر دې وړاندې هم د يوشمېر رسنيو خبريالان، سياسي فعالان او ځينې مېرمنې نيولي او بيا يې بېرته خوشې کړې دي.

اسلامي امارت تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د اسلامي امارت د استخباراتو له خوا د طلوع نیوز د کارکونکو د “خپل‌سري” نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

یوناما په خپل ټویټر کې لیکلي، ټول هغه کسان چې د اسلامي امارت له خوا نیول شوي باید خوشې شي. دغه‌راز، یوناما د خبریالانو او خپلواکو رسنیو پر وړاندې د ګواښونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام