د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د اسلامي امارت له لوري د کابل پوهنتون استاد فیض‌الله جلال نیول‌کېدل، پر بیان ازادي د محدودیتونو لګول ګڼي او د ورته نیونو دوام د بشر حقونو له قانون او ارزښتونو سره په ټکر کې بولي.

دغه فدراسیون په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې هر څه ژر دې د پوهنتون دغه استاد ازاد کړي، څو د بیان او رسنیو ازادۍ ته د لا ډېرو اوښتونکو زیانونو مخه ونیول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان او د بشرحقونو څار بنسټ د جلال نیول‌کېدل غندلي او له کوم شرط پرته یې د نوموړي د خوشې‌کولو غوښتنه کړې ده.

فیض‌الله جلال پرون په کابل کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په خپل کور کې نیول شوی دی. د نوموړي نیول‌کېدل په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د نوموړي د خوشې‌کولو لپاره په ټولنیزو رسنیو کې یو کمپاین هم په پیل شوی دی.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټرپاڼه منلې چې فیض‌الله جلال د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی دی. مجاهد لیکلي چې نوموړی په «ټولنیزو رسنیو د بې‌معنې» څرګندونو له امله نیول شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند فیض‌الله جلال یو «متعصب انسان» بللی او پرهغه یې تور لګولی چې خلک یې د «نظام پر وړاندې تحریکول» او د خلکو له عزت سره یې لوبې کولې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې د پوهنتون دغه استاد یې نیولی، څو بل څوک د استاد او پوهاند له ادرسه دغسې کړنې ونه کړي. فیض‌الله جلال له دې وړاندې په وار وار د اسلامي امارت چارواکي او حکومت باندې کلکې نیوکې کړې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام