ړانده کسان د دوی پر وړاندې د ستونزو له ډېروالي شکایت کوي

د جنورۍ څلورمه نېټه د ړندو کسانو لپاره د برېل کرښې نړیواله ورځ ده. نن د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د يوشمېر ړندو کسانو په حضور کې د دې ورځې نمانځنه وشوه. د بلخ يو‌شمېر نابینایان وايي چې په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان وضعيت د دوی لپاره ګڼې ننګونې رامنځته کړي او دوی له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

د هرات د صرافانو ټولنه: اسلامي‌ امارت دې د خلکو او صرافانو امنیت ټینګ کړي

هرات کې د یوه مشهور صراف عبدالرحیم صدیقي له وژل کېدو وروسته، د دغه ولایت د صرافانو ټولنې مسوولان او د صدیقي خپلوان په دغه ولایت کې د صرافانو او پانګوالو لپاره د امنیت له نه‌شتوالي څخه اندېښنه څرګندوي. هغوی وايي، په تېرو څو میاشتو کې د هرات ښار امنیتي وضعیت خراب شوی او اسلامي امارت مسوولیت لري چې د خلکو او د صرافانو امنیت ټينګ کړي.

اسلامي امارت پر ډیورنډ کرښه په ۳۲ پوستو کې ۱۵۰ سرتیري ځای پر ځای کوي

څه موده  وړاندې ختیځ کې د ډیورند پر فرضي کرښه د ننګرهار او کونړ په اړوند سیمو کې د پاکستاني او افغان لوري ترمنځ جنجالونه وشول او اسلامي امارت د پاکستاني پوځ د تاسیساتو د جوړېدو مخنیوی وکړ، اوس تازه ختیځ کې د لومړي سرحدي لوا له لوري ۱۵۰ تازه دمو سرتېرو ته مسلکي روزنه ورکړل شوي چې د چارواکو په وینا، پر ډیورنډ کرښه به یې ځای پر ځای کړي.

شنونکي: ایران هڅه کوي د اسلامي امارت په حکومت کې خپل نفوذي کسان دننه کړي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشري یو لوړپوړی پلاوی د ایران په رسمی بلنه دغه هېواد ته تللی او د یاد هېواد له چارواکو سره به پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ایران کې د افغان کډوالو پر مسایلو خبرې وکړي.

بغلان کې د کوویډ۱۹ روغتون د کارکوونکو اعتراض

د بغلان ولایت د کووویډ۱۹ روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو نن د دغه روغتون ودانۍ مخته لاس په اعتراض پورې کړ. دوی وايي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. دوی ټينګار کوي چې دغه روغتون د درملو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او که چېرته ستونزو ته  یې رسېدنه ونه شي، دغه روغتون به وتړل شي.

کابل هوایي ډګر کې د تخلیې پرمهال ورک شوی ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی

یو افغان ماشوم چې د کابل په هوايي ډګر کې د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې یو امریکایي سرتیري ته سپارل شوی و او وروسته ورک شو، پرون په کابل کې خپلوانو ته یې وسپارل شو. رویټرز خبری اژانس وایي، دغه ماشوم چې سهیل احمدي نومېږی او د دوو میاشتو وو چې د اګست په ۱۹ نېټه پر افغانستان د اسلامی امارت له واکمنېدو وروسته د تخلیې د عملیاتو په ترڅ کې د کابل په هوایي ډګر کې ورک شو .

د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون: د فیض‌الله جلال نیول‌ د بیان ازادي محدودول دي

د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون د اسلامي امارت له لوري د کابل پوهنتون استاد فیض‌الله جلال نیول‌کېدل، پر بیان ازادي د محدودیتونو لګول ګڼي او د ورته نیونو دوام د بشر حقونو له قانون او ارزښتونو سره په ټکر کې بولي. فیض‌الله جلال پرون په کابل کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په خپل کور کې نیول شوی دی.

ناپېژنده وسله‌والو هرات کې یو صراف وژلی

د هرات ولایت محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت یو نوموتی صراف عبدالرحیم صدیقي بېګاه شاوخوا ۷بجې د هرات ښار مرکز کې کور ته پر لاره، د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی. د وژل شوي صراف د کورنۍ یو‌شمېر غړي وايي چې صدیقي کور ته پر لاره د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوی دی. د دغه صراف د کورنۍ یو غړی عبدالواجد له اسلامي امارت څخه غواړي چې د دغې پېښې عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.