د اسلامي امارت لهخوا د کابل پوهنتون د استاد او د سیاسي چارو کارپوه فیضالله جلال د نیولو په غبرګون کې نن په کابل کې یوشمېر ښځې سړکونو ته راووتلې او د اسلامي امارت لهخوا یې د هغه د ازادېدو غوښتنه وکړه.
دغه ښځې د “استاد جلال مجرم نه دی”، “د استاد جلال لپاره عدالت”، “استاد جلال ازاد کړئ” “د استاد جلال غږ، د ملت غږ” او “خبرې کول جرم نه دى” د شعارونو په ورکولو سره یې د اسلامي امارت لهخوا د فیضالله جلال د ژر تر ژره خوشېکېدو غوښتنه کوله.
فیضالله جلال پرون په کابل کې له خپل کور څخه بیول شوی دی. د هغه نیولکېدو پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي او ان د هغه د خلاصون لپاره کمپاین پیل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې فیضالله جلال د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوی دی. مجاهد لیکلي چې ښاغلی جلال په دې تور نیول شوی چې پر ټولنیزو رسنیو یې بېمانا خبرې کولې.
د اسلامي امارت ویاند فیضالله جلال یو «متعصب سړی» بللی او هغه یې د « نظام پر ضد پر تحریک» او د خلکو له عزت سره په لوبې کولو تورن کړی دی. هغه زیاته کړې، د پوهنتون استاد د دې لپاره نیول شوی چې د استاد او کارپوه له ادرس څخه بل څوک دا ډول بېمانا شخصیت وژنه او د انسان سپکاوی ونه کړي.
د افغانستان د خبریالانو او رسنیو فدراسیون هم د اسلامي امارت د ځواکونو لخوا د فیضالله جلال نیول کېدل د بیان پر ازادۍ د محدودیت لګولو په مانا بولي او د دغه ډول نیولو دوام د بشري حقونو له ارزښتونو او قوانینو سره په ټکر کې بولي.
دغه فدراسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د پوهنتون استاد ژر تر ژره خوشې کړي، څو د بیان ازادۍ او د رسنیو ازادۍ ته زیان ونه رسېږي.
بلهخوا د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان هم بېګاه د جلال نیول کېدل غندلي او د هغه د سمدستي او له کوم شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې فیضالله جلال تر دې وړاندې په ځلونو د اسلامي امارت پر چارواکو او د دوی پر حکومتولۍ نیوکې کړې دي.