د تېرې پنجشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې د اسلامي امارت ځواکونو په کابل کې یوه معترضه ظریفه غفاري له څلور نورو هلکانو سره هغه مهال نیولې چې غوښتل یې په یوه خبري غونډه کې ګډون وکړي.
سره له دې چې د هغوی له نیول کېدو درې ورځې تېرېږي، خو لا یې هم د وضعیت په اړه معلومات نشته .یوشمېر معترضانې وايي چې د خبري غونډې له جوړولو مخکې یې د اسلامي امارت له مسوولانو سره همغږي کړې وه.
یوه معترضه معصومه حسیني له سلاموطندار په مرکه کې د خپلو ملګرو پر نیول کېدو نیوکه کوي او وايي، د دغو نیونو دوام د خپل خوندیتوب په اړه د معترضو ښځو اندېښنې زیاتې کړې دي.
هغه وايي، که څه هم له اړوندې حوزې سره یې د خبري غونډې موضوع شریکه کړې وه او په وینا یې، نه یوازې ورسره منلې یې وه، بلکې د امنیت ټینګښت لپاره یې دوه کسان هم ورلېږلي وو، خو بیا هم د اسلامي امارت ځواکونو غونډه ګډهوډه او دوی یرغمل ونیولې.
په نیول شویو کسانو کې یو د کابل پوهنتون زدهکړیال محمد سیرت دی. د هغه پلار غلامحیدر وايي، زوی یې هېڅ کاره نهدی او دې غونډې ته هم یوناڅاپه ورغلی دی. نوموړی له اسلامي امارت څخه غواړي چې زوی یې بېګناه دی او باید خوشې یې کړي.
د ظریفې یعقوبي، محمد سیرت او درې نورو کسانو نیول کېدو ځنیې غبرګونونه هم را پارولي دي. د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر وولکر تورک، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بنټ او یوناما د دغو کسانو د نیول کېدو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما بېګاه پر خپلې فېسبوکپاڼې ولیکل چې له اسلامي امارت سره یې د ظریفې یعقوبي او څلورو نورو کسانو په اړه چې وړمه ورځ په کابل کې نیول شوي، خبرې کړې دي.
خو د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه د هغوی د نیول کېدو په اړه جزیات نهدي ورکړي. د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد نن په یوه خبري غونډه کې په دې اړه بېخبري وښوده او زیاته یې کړه چې دی هم د رسنیو له لارې خبر شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مجاهد وايي، ځینې بهرنۍ کړۍ یوشمېر ښځې لاریونونو او اعتراضونو ته هڅوي، څو بېباوري جوړه کړي. هغه ټینګار کوي چې دوی د یادو کړیو په اړه معلومات لري او پیدا کوي یې.
د یادونې ده چې تېر یوه کال کې څو ځله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ښځې او نجونې سړکونو ته راوتلي او د اوسني حکومت د سیاسيتونو پر وړاندې یې اعتراضونه کړي، خو د راپورونو پر بنسټ، د اسلامي امارت ځواکونو ورسره ناسم چلن او ان تاوتریخوالی کړی دی.