Asset 1SWN

کابل کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څلور کارکوونکي ترور شوي

148726805_2233276590141341_8839358332583221834_n

د کابل امنیه قومانداني وايي چې په کابل ښار کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څلور کارکوونکي ترور شوي دي.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، نن سهار شاوخوا ۹:۲۰ دقیقې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د باغ داوود پر سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت څلور کارکوونکي د وسله‌والو له لوري ترور شوي دي.

د نوموړي په وینا، یاد کسان محمدحبیب، فریدالله، ریاض‌احمد او بریالی نومېږي او نن سهار دندې ته د تګ پر مهال پرې ډزې شوې دي. فرامرز زیاتوي، ګډ امنیتي ټیم د پېښې په اړه پلټنې او څېړنې پیل کړې دي.

ریاض‌احمد خلیل

په همدې حال کې د میدان وردګ ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست کې یوه سرچینه وايي چې په برید کې د دغه ریاست د سرپرست رییس ریاض‌احمد خلیل په ګډون، څلور کسان وژل شوي دي.

د سرچینې په وینا، د دغه ریاست کارکوونکو نن سهار غوښتل خپلو دندو ته ولاړ شي چې وسله‌والو د کابل ښار په باغ داوود سیمه کې پرې ډزې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، په دغه برید کې لومړی دوه کسان وژل شوي وو او د سرپرست رییس ریاض‌احمد خلیل په ګډون دوه نور ټپیان وو، خو وروسته ښاغلي خلیل او د هغه یوه بل همکار هم ساه ورکړې ده.

د ریاض‌احمد خلیل ورور فریداحمد خلیل هم پر خپلې فېسبوک‌پاڼې تایید کړې چې ورور یې په یاد برید کې وژل شوی دی.

بله‌خوا نن د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې اړوند په مکروریانو کې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې چې په یوه لنډکروزر پسې نښتی و، یو کس ټپي شوی دی.

تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام