د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه خپل راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ټولټال ۸ زره او ۵۰۰ ملکیانو ته په ټول هېواد کې مرګژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۲ زره او ۹۵۸ هغه وژل شوي او پنځه زره او ۵۴۲ نور ټپیان شوي دي.
دا شمېرې د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۱ سلنه کموالی ښيي. په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې کچه ۱۰ زره او ۷۷۲ کسانو ته رسېدله چې په دې ډله کې دوه زره او ۸۱۷ هغه یې وژل شوي او ۷ زره او ۹۵۵ نور یې ټپیان شوي وو.
د بشري حقونو کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د ۸۵۰۰ کسانو له ډلې چې مرګژوبله ورته اوښتې، پنځه زره او ۵۳۹ یې نارینه، ۸۴۷ یې ښځې او ۲ زره او ۱۹ یې ماشومان دي. دغه کمېسیون ویلي چې د ۹۵ وژل شویو او ټپیانو جنسیت نه دی په ډاګه شوی.
د یاد راپور پر بنسټ، د تېر کال په څېر د چسپکي او سړک غاړې ماینونو بېډوله کارولو، هدفي ترورونو، راکېټي او ځانمرګو بریدونو، ځمکنیو نښتو او هوايي بریدونو ملکیانو ته د مرګژوبلې اوښتو لامل شوي دي. د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د مرمیو سرګلولو او په ټوله کې ناچاودېدونکو توکو هم له ملکیانو، په تېره ماشومانو قرباني اخیستې ده.
دغه کمېسیون په جګړه کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې د کچې ډېروالي په اړه د اندېښنې تر څنګ، په هېواد کې د تاوتریخوالي پر درولو، اوربند او یوې عادلانې او تلپاتې سولې پر راتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د جګړې ښکېل لوري باید د بشردوستانه نړیوالو حقوقو بنسټیزو اصولو او قواعدو ته درناوی وکړي او د خپلو کړنو په اړه ځوابویونکي وي.
په بشري حقونو خپلواک کمېسیون کې د مرګژوبلې ثبت شوې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په منځنۍ کچه په هره یوه شپه او ورځ کې ۸ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
په ۲۰۲۰ کال کې ملکي ښځو ته د اوښتې مرګژوبلې شمېرې د ۲۰۱۹ هغه په پرتله ۱۳ سلنه کموالی ښيي. د کمېسیون د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ کې ښځینه ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې شمېر ۸۴۷ کسانو ته رسېږي چې ۳۳۰ یې وژل شوي او ۵۱۷ نورې یې ټپیانې شوې دي. په ۲۰۱۹ کال کې بیا ۹۷۴ ښځینه ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې وه چې ۲۸۲ یې وژل شوې او ۶۹۲ نورې یې ټپیانې وې.
دغه راز، د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ماشومانو ته د اوښتې مرګژوبلې په کچه کې ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی. په ۲۰۲۰ کې ۲۰۱۹ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې چې ۵۶۵ یې وژل شوي او ۱۴۵۴ نور یې ټپیان شوي دي؛ په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کې ټولټال ۲ زره او ۶۹۶ ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې وه چې ۴۴۵ یې وژل شوي او ۲ زره او ۲۵۱ نور یې ټپیان شوي وو.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ملکیانو ته د مرګژوبلې اړولو عاملان طالب وسلهواله ډله، داعشیان، حکومت، د افغانستان نړیوال ملاتړي او ناڅرګند عاملان بللي دي. دغه کمېسیون اندېښنه ښودلې، د هغو ملکیانو په مرګژوبله کې چې عاملان یې ناڅرګند دي او هېڅ ډلې یې مسوولیت نه دی منلی، له دوه برابره زیات (۱۱۷ سلنه) ډېروالی راغلی دی.
د کمېسیون د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې د ۵۳ سلنه مسوولیت د طالبانو، ۱۵ سلنه د افغان او بهرنیو ځواکونو او ۵ سلنه هم د داعشیانو پر غاړه دی. همدارنګه، د ۲۵ سلنه ملکي مرګژوبلې عاملان نه دي معلوم او ۲ سلنه نوره هم په کونړ، خوست، پکتیکا او کندهار ولایتونو کې د پاکستاني پوځیانو د راکېټي بریدونو له کبله رامنځته شوې ده.
په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د چسپکي ماین چاودنو له کبله هم ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې کچه ډېره لوړه شوې ده. تر اوسه د ډېری چسپکي ماینونو د چاودنې پېښو عاملان نه دي په ګوته شوي. د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې دغه تکتیک د امنیتي او دفاعي ځواکونو، د بشري حقونو فعالانو، د مدني ټولنې فعالانو، د دولت ملکي کارکوونکو، دیني عالمانو، د رسنیو کارکوونکو او قومي مشرانو پر وړاندې کارول کېږي او په وینا یې، تر ډېره یې له ملکیانو قرباني اخیستې ده.
په ۲۰۲۰ کال کې د دغه تکتیک په کارولو سره ټولټال ۲ زره او ۲۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۱۰۷۸ هغه وژل شوي او ۱۱۷۲ نور هم ټپیان شوي دي. دا شمېرې د ټولو ملکیانو د مرګژوبلې ۲۶ سلنه جوړوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون زیاته کړې چې یوازې په وروستیو ۱۲ کلونو کې (د ۲۰۰۹ کال له پیله د ۲۰۲۰ کال تر پایه) ټولټال ۹۳ زره او ۴۹۲ ملکیانو ته چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، مرګژوبله اوښتې ده. په دې ډله کې ۳۱ زره او ۴۲۵ کسان وژل شوي او ۶۲ زره او ۶۷ هغه ټپیان شوي دي.
د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرواترو کې چټکتیا، د هراړخیز اوربند کول، د ملکیانو په سیمو کې د نښتو مخنیوی، د نړیوالو جرمونو د عاملانو په نښه کول، د جګړې له کبله کورنیو بېځایه شویو ته پاملرنه او د خبریالانو، د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالانو، دیني عالمانو او قومي مشراننو د سېسټماټیکو او هدفي وژنو مخنیوی د جګړې ښکېلو خواوو ته د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مهم وړاندیزونه دي. دغه کمېسیون له ښکېلو لوریو غوښتي چې نه یوازې یادو وړاندیزونو ته پام وکړي، بلکې هغه عملي هم کړي.