Asset 1SWN

کابل کې وسله‌والو کسانو دوه ښځینه قاضیانې ترور کړې

Qazi-p1hi38q6dnactbaxjlgdqsrbzdvxvggm4lbb9n30r8

سترې محکمې تاييد کړه چې نن سهار کابل ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ښځينه قاضيانې ترور کړې دي.

د سترې محکې د حقوقي او قضايي مطالعاتو رييس او وياند احمد فهیم قویم سلام‌وطندار ته وايي، په دې پېښه کې دوه ښځينه قاضيانې وژل شوي او موټرچلوونکی يې ټپي شوی دی.

د کابل د امنيې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز هم دغه خبر تاييدوي او وايي، دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د کابل ښار لسمې ناحيې اړوند د «قلعه فتح‌الله» سيمې لسم سړک کې شوې ده.

فرامرز په دې اړه نور جزيات نه ورکوي.

تر اوسه پورې کومې وسله‌والې ډلې د بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخيستی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام