Asset 1SWN

کابل کې د یوشمېر نجونو نیول کېدل؛ د امر بالمعروف مسوولان: ټولنه کې یې بې‌حجابي دودوله

تتتتت

د امر با.لمعروف او نهې ‌عن‌.المنکر وزارت د محتسبانو له لوري د کابل په ځینو سیمو کې د یوشمېر نجونو د نیولو په اړه د راپورونو خپرېدو سره هم‌مهاله د دغه وزارت مسوولان مني چې محتسبان یې د شرعي مکلفیت پر بنسټ، اړ شوي په ټولنه کې د فحشا او ناسم حجاب مخه ونیسي.

د امر با.لمعروف او نهې عن‌.المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست مسوول او ویاند عبدالغفار فاروق سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادو نجونو له نیول کېدو وړاندې د دغه وزارت محتسبانو د منکراتو مخنیوي لپاره په ځلونو ټولو هېوادوالو ته سپارښتنې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «باید ووایم چې دا اسلامي هېواد او افغاني ټولنه ده چې ۹۰ سلنه وګړي یې مسلماني خوښوي، فحشا، منکرات او بې‌حجابي نه غواړي او سخت یې مخالف دي. نږدې دوه کاله کېږي چې دغه وزارت او محتسبانو یې د معروفاتو دودولو او منکراتو د مخنیوي لپاره بېلابېلې سپاښتنې کړي، منکرات یې خلکو ته ورښودلي او څو څو ځله یې په ارامۍ سره ورته د نه کولو سپارښتنه کړې ده.»

د هغه په خبره، له هغه وروسته چې ځینو کسانو د تېرو دوو کلونو پر مهال خپرې شوې لارښوونې له پامه غورځولي، د دغه وزارت مسوولان اړ دي چې یاد کسان په ټولنه کې د فحشا او منکراتو د خپرېدو مخنیوي په موخه ونیسي.

فاروق وايي: «له بده مرغه دغو سپارښتنو ته یې هېڅ پام نه‌دی کړی. دوی د خپل شرعي مکلفیت او اصولو پر بنسټ، اړ شول چې مخه یې ونیسي. دوی یوازې څو ښځې دي چې په اسلامي ټولنه کې یې بې‌حجابي خپروله، شرعي اصول یې تر پښو لاندې کول، د کورنیو په سپارښتنې سره د ښځینه پولیسو له لوري نیول شوي او له قانوني پروسې وروسته به په قوي ضمانت خوشې شي. دا چې ویل کېږي دوی یوه ناڅرګنده ځای ته بیول شوي، دا نه منو، دوی اړوندو حوزو ته بیول شوې دي.»

خو د پلازمېنې کابل يوشمېر اوسېدونکي چې په ښار کې د ځینو نجونو د نيول کېدو شاهدان دي وايي، دغه کار د افغان نجونو او ښځو لپاره فضا نوره هم تنګوي. د کابل ښار د شهرنو اوسېدونکې نسترن او د دشت‌برچي اوسېدونکې محبوبه وايي:

«پرون د برښنايي پېژندپاڼې لپاره تللې وم چې له شاه‌ دوشمشېره سره یې یوه نجلۍ په موټر کې د خپلې مور له څنګ نه را کوزه کړه، لږ وېښتان یې ښکارېدل. هغو ورته وویل چې لور دې باید شل ورځې په بادام باغ کې وي، شل ورځې وروسته راشه ځان سره یې بوځه، چې سمه شوه، راشئ بو یې ځئ.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

«خور مې په ټولګي کې وه چې ټولګیوالې یې له کورس څخه بیولې دي. دوه ټولګیوالې چې کورنۍ یې هم دلته نشته، پرون د مور ورځې په مناسبت ځینې نجونې دباندې وتلې وې چې د حجاب په پلمه یې نیولې دي.»

دا لومړی ځل دی چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت محتسبان د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یوشمېر نجونې د بې‌حجابۍ په تور نیولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام