د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سلاموطندار ته تایید کړه چې یوه میاشت وړاندې یې ټولو دولتي ادارو ته یو مکتوب استولی او پهکې له دولتي کارکوونکو غوښتنه شوې چې «ږیره» پرېږدي او «خولۍ» هم په سر کړي.
د یاد وزارت ویاند محمدصادق عاکف سلاموطندار ته وايي چې که څه هم یوه میاشت وړاندې یې د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو ته فرصت ورکړی وو چې خپل ظاهري بڼه له اسلامي شریعت سره سم برابر کړي؛ خو د نوموړي په وینا چې دې غوښتنه یې ته یې چا پام نه وو کړی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په خبره، تېره ورځ د یاد وزارت کارکوونکو د توصیې په بڼه د دولتي ادارو له کارکوونکو غوښتنه وکړه چې له دې وروسته خپلې ږیرې پرېږدي او خولۍ په سر کړي.
په همدې حال کې د دولتي ادارو یوشمېر کارکوونکي ادعا کوي چې د دولتي ادارو هغو کارکوونکو چې ږیرې او خولۍ یې نه لرلې، د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د کارکوونکو له لوري ورته ادارو ته د تلو اجازه نه ورکول کېده.
بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوي چې کواګۍ په روژې میاشت کې د ښوونیزو مرکزونو ښځینه زدهکوونکو ته به رخصتي ورکول کېږي، خو اسلامي امارت دغه اوازې ردوي.
د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت دغه اوازې ردوي او په دې اړه د لوړو زدهکړو وزارت سلاموطندار ته ځواب ورنهکړ.
بلخوا په دې اړه د امر بالعروف او نهې عنالمنکر وزارت ویاند سلاموطندار ته وویل چې په روژې میاشت کې به د ښوونیزو مرکزونو نجونو زدهکوونکو ته به رخصتي نه ورکول کېږي او دغه اوازې یې رد کړې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته په هېواد کې ډېرې چارې بدلې شوې او نوي قوانین وضع شوي چې دوی یې اسلامي اصول بولي.