کابل کې د یوشمېر نجونو نیول کېدل؛ د امر بالمعروف مسوولان: ټولنه کې یې بې‌حجابي دودوله

د امر با.لمعروف او نهې ‌عن‌.المنکر وزارت د محتسبانو له لوري د کابل په ځینو سیمو کې د یوشمېر نجونو د نیولو په اړه د راپورونو خپرېدو سره هم‌مهاله د دغه وزارت مسوولان مني چې محتسبان یې د شرعي مکلفیت پر بنسټ، اړ شوي په ټولنه کې د فحشا او ناسم حجاب مخه ونیسي.

د هوا پېژندنې ریاست په اتو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو خبر ورکوي

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن او سبا په اتو ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو وړاندوینه کړې ده.
د هوا پېژندنې رییس محمدنسیم مرادي نن (د لیندۍ شلمه، د دوشنبې ورځ) سلام‌وطندار ته ویلي چې نن او سبا به په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پروان، پنجشېر او نورستان تر څنګ په سالنګونو کې هم باران او واوره واورېږي.

محمدصادق عاکف: شریعت به د نړیوال مشروعیت په بیه معامله نه کړو

د ۲۰۲۱ کال د اګېسټ میاشتې په پنځلسمه نه یوازې په افغانستان کې سیاسي نظام ړنګ شو، بلکې اداري جوړښت او د حکومتولۍ ډول هم ورسره له منځه ولاړ.
له هغه وروسته چې د افغانستان اوسني سرپرست حکومت د واک واګې په لاس کې واخیستې، ځینې نوې ادارې یې جوړې، خو ځینې پخوانۍ هغه یې منحل کړې.

خوست کې څوارلس کوډګر نیول شوي

د خوست د امنیې قومانداني ویاند مستغفر ګربز وايي چې امنیتي مسوولانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست له مسوولانو سره په همغږۍ اته کوډګر د خوست ښار په شینکۍ سیمه او شپږ نور کوډګر هم د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې نیولي دي.

د امر بالمعروف وزارت: تېر یوه کال کې مو نږدې ۸۰۰۰ شکایتونه څېړلي

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په دوام، د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسوولانو نن د دغه وزارت د تېر یوه کال کاري راپور چې تل یې په کور دننه او بهر غبرګونونه را پارولي وو، وړاندې کړ. دغه وزارت په تېره یوه کال کې د افغان ښځو پر وړاندې بېلابېل محدودیتونه لګولي او همدا لامل و چې وخت‌ناوخت به یې د خبرونو د سر ټکي جوړول.

هرات کې د موسیقۍ الات وسوځول شول

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه راټولې کړې د موسیقۍ الې یې سوځولې دي.

د هرات د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر ریاست مسوولانو زیاته کړه چې دغه ولایت کې د موسیقۍ الاتو له پلورونکو سره به قانوني چلن کوي.

د هرات د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر رییس عزیزالرحمن المهاجر سلام‌وطندار ته ویلي چې موسیقي اورېدل حرامه ده او په وینا یې، پلورونکو سره به یې قانوني چلن وکړي.

تګاب کې امربالمعروف: ښځې دې له محرم پرته دوکان کې دننه پېر نه کوي

د کاپیسا د تګاب ولسوالي محلي مسوولانو په تازه‌ګۍ سره د دغه ولسوالي له ښځو غوښتنه کړې چې له شرعي محرم پرته دې په بازار کې د هټیو دننه خپل د اړتیا وړ توکي نه پېري. په همدې حال کې د تګاب یوه بل اوسېدونکي شمیم سلام‌وطندار ته وايي، هټۍ‌وال نشي کولای چې د ښځو د اړتیا وړ ټول توکي له دوکان د باندې کېږدي.

حنفي: د اسلام دښمنان غواړي د پیسو په مرسته «بې‌حجابي» ترویج کړي

د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي پرون جوزجان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دغه وزارت د کارکوونکو له لوري څوک له دلیل پرته نه دي زورول شوي. هغه له خلکو وغوښتل چې تر بل هر وخت زیات دغه وزارت څخه د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.