د کاپیسا د تګاب ولسوالي محلي مسوولانو په تازه‌ګۍ سره د دغه ولسوالي له ښځو غوښتنه کړې چې له شرعي محرم پرته دې په بازار کې د هټیو دننه خپل د اړتیا وړ توکي نه پېري.

د تګاب ولسوالي یو‌شمېر اوسېدونکي بیا وايي، که اسلامي امارت دغې پرېکړې کې جدي وي، غوره به وي چې دوی دغه ولسوالي کې د ښځو لپاره ځانګړی بازار جوړ کړي او له دې پرته دغه پرېکړه خلکو ته د منلو نه ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تګاب یوه اوسېدونکي احمد چې دا یې مستعار نوم دی، وویل:«وايي ښځې نشي کولای چې د د پېر پرمهال هټۍ‌والو سره وغږېږي، شل کاله وجنګېدل او شهدان یې ورکړل، له هغوی یتیمان، ښځې او لوڼې پاتې، هغوی اړتیا لري چې بازار کې توکي وپېري. اسلام پر ښځو دغه ډول محدودیت نه دی لګولی، بلکې د تګاب د اسلامي ټولنې احساساتو ته هم زیان رسوي.»

په همدې حال کې د تګاب یوه بل اوسېدونکي شمیم سلام‌وطندار ته وايي، هټۍ‌وال نشي کولای چې د ښځو د اړتیا وړ ټول توکي له دوکان د باندې کېږدي.

نوموړی زیاتوي چې ځینې مېرمنې محرم نه‌لري او د اسلامي امارت دغه پرېکړه له هغوی څخه د توکو د پېر له ازادۍ محروموي. د شمیم په وینا، تګاب کې له پخوا راهیسې اسلامي شریعت حاکم دی او نجونو او ښځو ټول اسلامي اصول مراعت کړي او مراعتوي یې.

بل‌خوا د تګاب ولسوالي د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر  امر مولوي ولي‌الله سلام‌وطندار ته ویلي، په بربنډ مخ له هټۍ‌والو سره د ښځو غږېدل ورته د منلو نه دي.

هغه ټینګار کوي چې جهاد او مبارزه يې د همدې لپاره وه چې ټولنه کې الهي احکام تطبیق شي. د هغه په خبره، ځینې هغه دوکانداران یې هم نیولي چې شرعي مسائل يې په نظر کې نه نیول او له محرم پرته ښځو سره یې خبرې کولې. ولي‌الله وايي، دغه پرېکړه یې د امنیې قومنداني او د دې ولسوالي د استخباراتو مسوولانو سره په ګډه نیولې ده.

نوموړي وویل: «محرم نه وي، یوازې راخي او هټۍ‌وال سره خبرې کوي، خپله چادري هم پورته کوي او بربنډ مخ غږېږي چې له همدې امله دا کا باید نه وي. د شریعت لپاره مو قرباني ورکړې. د تګاب ولسوال، امنیه قومندان، امنیت سره مو دا پرېکړه په ګډه نیولې.»

 په ورته مهال د تګاب ولسوال خالد مرتضی بیا وايي چې دغه پرېکړه یې د یادې ولسوالي د اوسېدونکو له پرله‌پسې غوښتنو وروسته کړې او ښځې اړ دي چې خپلې توکي له دوکان د باندې وپېري.

نوموړي وویل: «د جمهوریت پرمهال دغو دوکانو کې وړې کوټې جوړې شوې وې چې له بده مرغه د خلکو د ناخوښۍ سبب شوې وې چې زموږ افغاني کلتور سره هم خلاف وې. هلته یې وړې کوټې جوړې کړې وې او برښنا یې وصل کړې وه. د مخنیوي لپاره یې پرله‌پسې غوښتنې کېدې چې مصلحت پر همدې وشو چې خویندې دې خپل حاجت له دوکان د باندې پوره کړي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د چارو شنوونکي په دې باور دي چې دغه ډول د شریعت تطبیق کول به د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ډېر کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام