کابل کې په ارزانه بیه د توکو د پلور «ځانګړی بازار» پرانېستل شو

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ټولنې نن چهارشنبه د وري ۲۳مه د کابل تیمورشاهي سیمه کې په ارزانه بیه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د پلور لپاره د «ارزان بازار» په نوم بازار پرانېست چې لس ورځې به دوام وکړي.

د یادې ټولنې رییس نثاراحمد بهبودي سلام‌وطندار ته وویل چې دغه بازار یې د اختر شپو او ورځو کې په ارزانه بیه د توکو پېر لپاره خلکو ته جوړ کړی دی.

د کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون پرانېستل شو

د نوي کال په رانږدې‌کېدو سره د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون د کرنې وزارت له‌خوا د کابل بادام‌باغ کې پرانېستل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.

ټاکل شوې دغه نندارتون کې ۲۶۳ غرفو کې چې ۵۶ یې د ښځو لپاره ځانګړي شوي، کرنیز محصولات، لاسي صنایع، د کرنې برخې ماشین‌ري، نباتات او طبي بوټي نندارې ته وړاندې شي.

تګاب کې امربالمعروف: ښځې دې له محرم پرته دوکان کې دننه پېر نه کوي

د کاپیسا د تګاب ولسوالي محلي مسوولانو په تازه‌ګۍ سره د دغه ولسوالي له ښځو غوښتنه کړې چې له شرعي محرم پرته دې په بازار کې د هټیو دننه خپل د اړتیا وړ توکي نه پېري. په همدې حال کې د تګاب یوه بل اوسېدونکي شمیم سلام‌وطندار ته وايي، هټۍ‌وال نشي کولای چې د ښځو د اړتیا وړ ټول توکي له دوکان د باندې کېږدي.

افغانستان کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی؛ سور صلیب: خلک د پېر توان نه‌لري

د سره صليب نړیوالې کمېتې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ راهیسې د لومړنيو اړينو توکو بيې دوه برابره شوي او ډېری افغانان يې د پېر توان نه لري. د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې افغانستان کې د خوراکي توکو بیې په ځانګړې توګه د اوړو بیې ۶۸ سلنه لوړې شوې دي.

پکتيا کې د کتابونو د پېر او پلور بازار سوړ شوی

د پکتيا مرکز ګردیز ښار کې د کتاب پلورنځيو مسوولان وايي چې د تېر په پرتله يې د کتابونو پېر او پلور ۸۵سلنه راکم شوی دی. دوی زیاتوي چې هېواد کې د سياسي بدلون سره د کتاب پېرودونکي کم شوي او په بازارونو کې د کتابونو د خرڅلاو بازار سوړ شوی دی.