پر لرګيو  حکاکي یو لرغونی صنعت دی چې اوس هم افغانستان کې ګڼ‌شمېر مینه‌وال لري. حکاکي چې په عامه اصطلاح کې ورته «ټوکايي» وايي، خواري یې ډېره خو صنعت‌کاران یې د ګوتو په شمېر دي.

دا صنعت په فرنیچر، دروازو او کړکیو کې د ګلونو جوړولو لپاره ډېر کارول کېږي، خو تر ټولو انتیک یې د میوه دانۍ، د مېز لوحې، د کاغذي دست‌مال قوطي، د هیندارو چوکاټونه، کوټ بندونه، لرګین ګلاسونه او دې ته ورته نور زینتي توکي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې صنعت کاروباریان وایي، د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره په لرګي د ګلونو او نورو توکو چاپ اسانه شوی، خو هغه چې په لاس جوړېږي، ارزښت یې لوړ او پيردونکي یې هم زیات دي. د هغوی په وینا، په لرګي د پخوانۍ زمانۍ په څېر د ګلونو چاپ او په هماغه شکل یې جوړول اوونیو او ان میاشتو ته ضرورت لري، ځکه کار یې پېچلی او په ډېر احتیاط کېږي.

یو تن صنعت‌کار شفیع‌الله سلام‌وطندار ته وايي: «موږ دلته مختلف توکي جوړوو د ودانیو مېن ګېټونه، اثار او نور، خو زما مسلک د تاریخي ابداتو جوړول دي، بیا دې المارۍ، ډبل بېټ، چوکۍ، د سوفې مېزونه هر شی ګل کولی شو. د پخوانۍ زماني ګلونه خلک ډېر خوښوي. زموږ د افغاستان پخوانی دود دی. په دروازو، ډبل بېټ، کړکیو او هر توکي کې کولای شو چې ګل وکړو او جوړ يې کړو.»

د دغې برخې صنعت‌کاران وايي، په لرګي حکاکي ځانګړي وسایل لري او ډېر کم په کې له عصري ټکنالوژۍ ګټه اخیستل کېږي. دوی وویل، په لاس جوړو شویو توکو کې د ماشین په پرتله لرګي کم لګول کېږي او ښکلا یې زیاته وي چې ډېر يې بهر کې خپل خپلوانو او دوستانو ته د ډالیو په توګه هم وړي.

غرنی چې د دې توکو سوداګر دی، سلام‌وطندار ته وویل: «د کاغذي دستمال په دې ډبي ګل‌کاري په لاس شوې، ډېر خلک یې خوښوي، لرګی په کې ډېر کم مصرفېږي، خو ډیزاین او ښکلا یې زیاته ده. دا زموږ د کونړ په خپل لرګي جوړېږي. دا ډول واړه توکي موږ له ۵۰۰ څخه تر شپږ  او اوه سوه افغانۍ پلورو. خو په نورو ځایونو کې بیا د دې بیه ډېره زیاته ده او موندل یې هم ګران دي.»

حکاکان وایي، په کار ده چې د دې صنعت د ودې لپاره ډېر کار وشي. دوی زیاتوي، هغوی چې دغه کار سره لېوالتیا لري او ذهن یې پیاوړی وي، کولای شي په کم وخت کې یې زده‌کړي.

هغه کسان چې دغو زینتي توکو پسې کونړ ته راځي وایي، پخوا یې په لرګیو کې د حکاکۍ انځورونه لیدلي وو، نو ځکه یې لېوالتیا پیدا شوې چې دوی یې هم وپېري. د هغوی په وینا، د دې توکو سینګار زیات، کفیت یې لوړ او بیې یې هم مناسب دي.

انور زېب چې کونړ ته د دغو زینتي توکو د پېر لپاره ورغلی، سلام‌وطندار ته وویل: «کابل څخه راغلی یم، زما د کونړ لرګي زیات خوښېږي او بیا چې پرې داسې د لاس کار شوی وي، زه دلته میوه دانۍ او د هندارې چوکاټ اخلم. غواړم خپله حجره کې يې د سینګار لپاره کېدم. موږ باید ډېر فکر په دې وکړو، هر وخت چې توکي اخلو بیا د بهرنیو پر ځای کورنیو هغو ته لومړتیوب ورکړو. واقعاً په کونړ کې دا جوړېدونکي توکي عالي او په نړۍ کې ساری نه‌لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اقتصادي چارو شنونکي بیا د کونړ له لرګيو جوړېدونکو توکیو ته په بازار موندنې ټینګار کوي. د هغوی په باور، په کور دننه شته سرچینو څخه سمه ګټه اخیستنه، د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام