هرات کې د «عالي دي، افغاني دي» په نوم نندارتون پرانېستل شو

 هرات کې د کاپیسا شرکت له لوري د «عالي دي، افغاني دي» په نوم د کرنیزو تولیداتو او لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.

دغه نندارتون چې نن پنج‌شنبه د غبرګولي یوولسمه هرات ښار کې جوړ شوی، په ۱۳۲ غرفو کې بېلابېلې دویزې جامې، ګاڼې، د انځورګرۍ تابلوګانې، زینتي لوښي د خوړو مسالې او تازه مېوې نندارې ته کېښودل شوي دي.

د هرات د ورېښمو صنعت‌کارانو ټولنه له ۲۵ کلن ځنډ وروسته بیا جوړه شوه

د هرات د کرنې ریاست مسوولانو د هرات د ورېښمو صنعت‌کارانو ټولنې د بیا جوړېدو موخه د ورېښمو یا د افغانستان د سپینو زرو صنعت وده او پرمختګ یادوي. د هرات د ورېښمو یو صنعت‌کار جمعه‌خان چې ۴۰ کاله یې په دې برخه کې کار کړی وايي، اوس د ورېښمو چینجیو لپاره څلور صندوقونه لري او که دغه صنعت ته پام وشي، نور پرمختګ به هم وکړي.

غزني کې د کبانو د روزنې صنعت ته وده ورکول کېږي

د غزني د کرنې ریاست د مالدارۍ امر فایق احمدي وایي چې په تېرو وختونو کې د دغه ولایت د اوبو په بندونو کې بېلابېل ډ‌وله کبانو شتون درلود چې اوس مهال  د دغو کبانو شمېر د ښکار او وچکالۍ له امله له ورکېدو سره مخ دي. احمدي زیاتوي چې دوی په دې اړه د کرنې ریاست له لارې یوه طرحه د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر ته سپارلې چې له مخې یې، دوی کولای شي په غزني کې د کبانو د روزنې صنعت ته وده ورکړي.

لوګر کې د مېرمنو لاسي صنایعو پراختيا کړې

د لاسي صنایعو په برخه کې د افغان مېرمنو فعالیت د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ګټور بلل کېږي. د ياد ولايت د ښځو چارو ريیسې شیما زرګر سلام‌وطندار ته وویل، د دغه ولایت لسګونه اوزګارو مېرمنو ته یې د خیاطۍ، مُهره دوزۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړې او له دې لارې خپلې اقتصادي چارې سمبالوي.

شيما زرګر وویل، اوسمهال مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې څه باندې سل مېرمنې د لاسي صنایعو په جوړولو بوختې دي او هڅه کوي چې دغو مېرمنو سره د ظرفیت لوړونې او بازار موندنې برخو کې همکاري وکړي.