د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، هېواد یې د افغانستان اقتصاد په پښو درولو او پیاوړتیا لپاره د لارو چارو پر څېړنو بوخت دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د ۲۰۲۱ کال په وروستۍ ورځ په یوې خبري ناسته کې کړي دي.

بلینکن د نوي کال لپاره د امریکا د سیاسي اهدافو د بیانولو ترڅنګ وویل، د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا لپاره د نغدو پیسو د ورکړې لپاره ډېرې لارې تر څېړنې لاندې لري. نوموړي په دغه ناسته کې ټينګار کړی چې امریکا په دې وروستیو کې د افغانستان له شتمنۍ څخه د ۲۸۰ میلیونو ډالرو د ازادولو په برخه کې مهمه ونډه لرله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «مونږ په شدت سره په دې کار کوو چې څنګه د افغانستان د اقتصاد لپاره نغدې پیسې ورکړو او د خلکو جېبونو ته ډېرې پیسې ورسېږي.» نوموړي ویلي، امریکا به دغه کار له خپلو شریکانو سره داسې ترسره کړي چې د اسلامي امارت په ګټه نه وي او په مستقیمه توګه خلکو ته ورسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دغو محدودیتونو موخه د اسلامي امارت له لوري د نړیوالې ټولنې د شرایطو منل، په ګوته کړي دي. نوموړي اسلامي امارت ته په خطاب کې ویلي، که چېرته غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي، باید خپلو کړنو او سیاست کې بدلون راولي.

بلینکن زیاته کړې چې د اسلامي امارت د حکومت پېژندل د ښځو حقونو ملاتړ، فردي ازادي، د غچ اخیستنې بریدونو درول او د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزمنو ګامونو اخیستو پورې تړلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څـرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې هېواد کې د وروستیو تحولاتو او اقتصادي ستونزو له امله بانکونه د نغدو پیسو له کمښت سره مخ شوی او په سلګونه زره افغانان د اقتصادي ستونزو او لوږې له کبله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام