Asset 1SWN

سلام وطندار

د بښنې نړیوال سازمان: اسلامي امارت دې د افغان ښځو له ځپلو لاس واخلي

زنان

د بښنې نړیوال سازمان د اسلامي امارت د هغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی چې له مخې، کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو ته سپارښتنه شوې، څو تر بل امر پورې د ښځینه‌ کارکوونکو کار وځنډوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان دا پرېکړه په سیاسي، ټولنیزه او اقتصادي برخو کې د ښځو د حذفولو لپاره د اسلامي امارت د افسوس وړ یوه بله هڅه بللې او ټینګار یې کړی چې باید له واک نه ناوړه ګټه اخیستنه پای ته ورسوي.

دغه سازمان پر اسلامي امارت غږ کړی چې ژرترژره دې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د نړیوالو بشري قوانینو پر بنسټ دې ټولو افغانانو، په تېره ښځو ته د کار حق ورکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید په دوامداره توګه د افغان ښځو ځپل پای ته ورسوي او هغوی ته باید د خپلو حقونو غوښتلو او ترې د دفاع له کبله سزا ور نه کړل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت په یوه مکتوب کې له ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو څخه غوښتي چې تر بل امر پورې دې د خپلو ښځینه کارکوونکو کار وځنډوي.

اقتصاد وزارت ټینګار کړی، که کومې موسسې په دې برخه کې ناغېړي وکړه، دغه وزارت به یې جوازونه لغوه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام