Asset 1SWN

د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ «د دې لپاره چې وزګاره او کور کې بندیوانه نه‌شم، قابلګي لولم»

Afghan-Women-17711-pym9hz28m4lppm0p1a8mpdo0tjcdbxnufonm2ni748

له هغه وروسته چې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړل شوې، یوشمېر نجونو چې له زده‌کړو بې‌برخې شوي، په تېرو څو میاشتو کې اړ شوي چې د قابلګۍ برخه کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د کابل اوسېدونکې مدینه یوسف‌زاده چې د کابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د درېیم کال زده‌کړیاله وه، وايي چې د وزګارتیا مخنیوي په موخه یې کورنۍ اړ کړې چې په قابلګي څانګه کې زده‌کړې وکړي. هغه زیاتوي: «مور او پلار مې اړ کړم چې قابلګي ولولم، خو په دغه کار سره مې خپلې هیلې خاورو ته وسپارلې. د دې لپاره چې وزګاره پاتې نه‌شم، غواړم یوه قابله شم، خو هر وخت چې محدودیتونه پای ته ورسېدل، بیا به ژورنالېزم لولم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اسلامي امارت چې د افغان نجونو پر مخ یې د پوهنتون دروازې تړلي، یوازې هغوی ته اجازه ورکوي چې په خصوصي انسټېټیوټونو کې د قابلګۍ او پرستارۍ څانګو کې زده‌کړې وکړي.

د کابل ښار په خصوصي انسټېټیوټونو کې د قابلګۍ او پرستارۍ څانګو یوشمېر زده‌کړیالانې وايي چې په نورو څانګو کې د افغان نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه او د کار نه موجودیت لامل شوي چې دوی یادو څانګو ته مخه کړي.

سحر ساپۍ چې په یوه خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال زده‌کړیاله او اول‌نومره وه، وايي چې غوښتل یې سوداګره او د پوهنتون استاده شي، خو اوس یې د قابلګي څانګه کې زده‌کړې پیل کړې دي.

سحر وايي چې په ډېرۍ سختۍ سره یې درې کاله پوهنتون ولوست او کورنۍ به یې د دې د زده‌کړو لپاره ورته پیسې په پور اخیستې، خو هغه اوس اړ شوې چې د دغو پورونو پرې کولو لپاره قابلګي ولولي. نوموړې چې ناخوښي یې په څېره کې له ورایه ښکاري، وايي: «نه غواړم د قابلګي څانګه کې زده‌کړې وکړم، خو د خپلو پورونو پرې کولو لپاره یې لولم.»

بله‌خوا یوشمېر هغه نجونې چې اوس یې د قابلګۍ او پرستارۍ څانګو کې زده‌کړو ته مخه کړې وايي، په سختۍ یې خپلو کورنیو ته قناعت ورکړی و چې پوهنتون ته یې پرېږدي، خو اوس یې چې حکومت دروازې پر مخ تړلي، ناچاره شوي، څو په هغو څانګو کې چې نه یې خوښېږي، زده‌کړې وکړي.

د کابل ښار په یوه انسټېټیوټ کې د قابلګي د لومړي کال زده‌کړیاله مهریه حلیمي وايي، د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو مخکې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د درېیم کال زده‌کړیاله وه، خو په وینا یې، کورنۍ یې هغه مهال اجازه نه ورکوله چې وروسته یې بیا د کاکا په منځګړتوب زده‌کړو ته دوام ورکړ.

هغه چې د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته پر کور ناسته او له ژور خپګان سره مخامخ شوې وه وايي، د دې لپاره چې په راتلونکي کې وزګاره پاتې نه‌شي او د تل لپاره د کور بندیوانه نه‌شي، د پرستارۍ څانګه کې یې زده‌کړې پیل کړې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

مهریه حلیمي زیاتوي: «له کورنۍ سره مې ډېره مبارزه وکړه چې بیا یې پوهنتون ته پرېښودم. شپه او ورځ مې په ويښه تېرې کړې چې د خپلې خوښې پوهنځي (حقوقو) ته بریالۍ شوم. کله چې بریالۍ شوم، تازه خپلو هیلو ته رسېدلې وم او په درېیم ټولګي کې وم چې نوره یې د زده‌کړو اجازه را نه‌ کړه.»

د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت د تېر کال د مرغومي میاشتې په ۲۹مه د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې او تر اوسه روښانه نه‌ده چې نجونې به کله پوهنتون ته د تللو حق ومومي. دغه ناڅرګند وضعیت زرګونه افغان نجونې بې‌برخلیکه کړي او له کبله یې ګڼ‌شمېر خصوصي پوهنتونونه هم له دېوالي کېدو سره مخامخ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام